د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ د الوتکې غورځېدو په پېښه کې دوه پيلوټان وژل شوي


 په ۲۰۲۰ز کال کې د پي ای اې يوه الوتکه په کراچۍ کې غورځيدلې وه ـ انځور له ارشيفه
په ۲۰۲۰ز کال کې د پي ای اې يوه الوتکه په کراچۍ کې غورځيدلې وه ـ انځور له ارشيفه

د پاکستاني پوځ دوه پیلوټان په پېښور کې هغه وخت ووژل شول چې الوتکه يې د تمریناتو پرمهال وغورځېده.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر ايي اېس پي ار د مارچ پر ۲۲مه په بیان کې وویل چې الوتکې د غورځيدو او د پیلوټانو د وژل کېدو پېښې پلټنې به کوي.

په پخوا وختونو کې هم د تمریناتو پرمهال د پاکستان پوځي الوتکې لوېدلې دي. پاکستان د دغو الوتکو پرزې له چینه اخلي.

په ۲۰۱۹ کال کې یوه پوځي الوتکه راولپينډۍ ته نيږدې پر کورونو پريوتې وه چې ۱۹ کسان یې ووژلي وو. په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان یوه جټ الوتکه اسلام اباد ته نيږدې د تمریناتو پرمهال ولویده چې یو پیلوټ پکې وژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG