د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ټرافيکي پېښې اته کسان وژلي دي


افغانستان کې وخت ناوخته پر لويو لارو ټرافيکي پېښې رامنځ ته کېږي چې چارواکي يې لامل د ډرايورانو بې احتياطي ګڼي. انځور له ارشيفه
افغانستان کې وخت ناوخته پر لويو لارو ټرافيکي پېښې رامنځ ته کېږي چې چارواکي يې لامل د ډرايورانو بې احتياطي ګڼي. انځور له ارشيفه

د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د مارچ پر ۲۱مه په یوه ټرافیکي پېښه کې اته تنه مړه او نور دوه ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د ټرافیکو مدیر جواد شېرزاد مشال راډیو ته ويلي چې دا پیښه تېر ماښام (مارچ ۲۱مه) شاوخوا شپږ بجې د ښار شپږمې ناحيې اړوند پر حلقوي سړک د یو موټر او ډاټسن ترمنځ د ټکر له کبله شوې ده.

د نوموړي په وینا په پېښه کې څلور ښځې، یو ماشوم او درې سړي مړه شوي، او یو نارينه او يوه مېرمن پکې ژوبل شوي دي.

شېرزاد همدا راز وویل چې ژوبل کسان په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د نوموړي په خبره پېښه د ډرایورانو د بې احتیاطۍ له وجې رامنځته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG