د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چين هغه الوتکه لوېدلې چې ۱۳۲ کسان پکې سپاره وو


یو سړی د چین ایسټرن ایرلاین د دفتر مخې ته ولاړ دی
یو سړی د چین ایسټرن ایرلاین د دفتر مخې ته ولاړ دی

د چين سرکاري رسنۍ وايي د مساپرو يوه الوتکه د دغه هيواد په جنوبي غرییزه سیمه کې لویدلې ده. په دې الوتکه کې ۱۳۲ مساپر او عمله سپاره وو.

د رسنیو له مخه دا الوتکه له کنمنګ ښار څخه ګوانګځو ښار ته روانه وه. تر اوسه معلومه نه ده چې په پېښه کې څو کسان مړه دي خو اندېښنه ښودل شوې چې څوک به روغ نه وي پاتې.

د چين سرکاري سي سي ټيليويژن وايي چې دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه د چین ايسټرن لاین ملکیت وو او زیاتوي چې د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي دي. د چين ژينهوا خبري اژانس پر ټويټر ويډيو خپرې کړې چې پکې د ژغورنې ډلې د الوتکې په پاتې شونو پسې ګرځي.

مقامي رسني وايي چې د الوتکې غورخيدو سره د غرونو په څنډو کې اور لګيدلې دی. تر دا مهال د دې الوتکې د غورخيدو تر شا وجوهات نه دي په ډاګه شوي. د چين حکومت ويلي چې پلټنې یې پيل کړي دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر پېښه خفګان ښودلی دی. هغه د مارچ په ۲۱مه پر ټويتر ليکلي چې د خپلو چينايي وروڼو او خوېندو سره په دې غم کې شريک دی.

د نړيوالو معیارونو ترمخه، د چين ایر لاين انډسټري په تیره يوه لسیزه کې په نړيواله کچه په خوندي هغو کې شامله ده. چينايي ایسټرن اير لاين چې الوتکه یې لویدلې، د چين له دریو لویو ایر لاین شرکتونو څخه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG