د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د تري تم بلوڅ زده کوونکي لپاره احتجاج دوام لري


په اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره احتجاجي لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

په اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره احتجاجي لاریون

په اسلام اباد کې بلوڅ زده کوونکو له شلو ورځو راهیسې د خپل يوه ملګري حفیظ بلوڅ د راخوشې کولو احتجاج ته دوام ورکړی.

دوی د مارچ په ۲۰مه په احتجاجي پرلت کې يوځل بيا د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې حفیظ بلوڅ دې زر تر زره خوشې شي. هغه د قايد اعظم پوهنتون زده کوونکی وو او کورنۍ یې وايي چې امنيتي ځواکونو د فرورۍ په مياشت کې د بلوچستان له خضداره بيولی وو.

تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي خو تېره اونۍ د پاکستان بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري مشال راډيو ته وويل چې دا د د زده کوونکو دغه پرلت ته ورغلې وه او ډاډ یې ورکړی چې انصاف به ورسره کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG