د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ضلعې روغتیا اداره د ډېنګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره نوي اقدامات پيلوي


د خیبر چارواکي وايي، د ډینګي مخنیوي لپاره دواپاشي کوي: انځور له ارشیفه
د خیبر چارواکي وايي، د ډینګي مخنیوي لپاره دواپاشي کوي: انځور له ارشیفه

د خیبر چارواکي وايي، د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار دي او هڅه کوي چې په روان کال کې خلک له یادې ناروغۍ خوندي وساتي.

په خیبر کې د ډینګۍ ناروغۍ د مخنیوي مسوول ډاکټر خالد خان د مارچ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، هغوی هڅه کوي د ډینګي د مخنیوي لپاره په موثره توګه کار وکړي.

هغه وايي:

"د ډینګي ایکشن پلان ۲۰۲۲ په نوم کمپاین پیلوو چې مقصد یې له ډینګي ناروغۍ په موثره توګه د خلکو ژغورل دي. ټولو سرکاري ادارو ته امر شوی چې د ولاړو اوبو د ضایع کولو او له ډینګي ناروغۍ نه د خلکو د خبرولو لپاره دې مرسته وکړي."

د نوموړي په وینا ټولو تعلیمي ادارو، د صحت ادارې، د اوبه خور محکمې او یو شمېر نورو ادارو ته دغه سپارښتنه شوې ده. خو نوموړی وايي، د ادارو لخوا مرسته په خپل ځای اړینه ده خو تر څو چې ولس په دې کمپاین کې برخه نه وي اخېستې، د ډینګي پر ضد بریا ترلاسه کول ناشونی کار دی. هغه وايي:

"پکار ده په کورونو کې مېرمنو پر دې پوهې کړل شي چې لوښي دې پټ وساتي، پاکې اوبه دې پټې کړي او د اوبو د ټینکیو سرونه دې وپوښي. کله چې اوبه پټې وي نو د ډینګي ماشی پکې هګۍ نه شي اچولی. د دې ترڅنګ پکار ده چې د ډینګي پر ضد دې په کورونو کې دواپاشي هم وشي."

د خیبر ضلعې یو مدني فعال اختر علي بیا وايي، حکومت هر کال دا ډول دعوې کوي چې د ډینګي د مخنیوي لپاره به لاس پکار کېږي خو عملا هغوی داسې څه نه ویني او د هغه په وینا هر کال ګڼ شمېر خلک په ډینګي تبې اخته کېږي.

ډاکټران وايي، د ډینګي ناروغي په اوړي کې زیاته خپرېږي چې پکې ناروغ تن سخته تبه کوي او ټول وجود یې ورته خوږېږي. د خیبر د روغتیا اداره وايي، چې څوک هم دغه نخښې نښانې ولري کولی شي په جمرود لنډي کوتل او د باړې په مرکزي روغتونونو کې د ډینګي مرکزونو ته ورشي چیرته چې د هغوی وړیا ټیسټونه، علاج او درملنه کېږي.

د خیبر د روغتیا اداره وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د خیبر په روغتونونو کې د ډینګي له ۳۰۰ زیات کیسونه ثبت شوي ول. خو پر دې سربیره ګڼ نور د علاج لپاره پېښور ته هم تللي وو او لږ تر لږه پنځه کسان د ډینګی له وجې مړه شوي هم وو.

XS
SM
MD
LG