د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پولیسو انتظامي مشرانو ته د مجسټرېټ واک سپارلو پرېکړې ضد احتجاج کړی دی


پولیس سرتېري او مشران په میرامشا کې د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاج دي.
پولیس سرتېري او مشران په میرامشا کې د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاج دي.

د شمالي وزيرستان پوليس په قبايلي ضلعو کې ډپټي کمېشنرانو (انتظامي مشرانو) ته د مجسټرېټ اختياراتو ورکولو د پرېکړې پرضد په احتجاج دي.

د شمالي وزيرستان د پوليسو مشرانو د مارچ پر نهمه د ميرامشا د خبریالانو مرکز مخې ته د احتجاج پرمهال وويل چې تر هغو چې د خيبر پښتونخوا حکومت خپله پرېکړه بېرته نه وي اخيستې، د پوليو واکسیني کیمپېنونو او د مارچ پر ۳۱مه د کېدونکو بلدياتي انتخاباتو پرمهال له کاره پرېکون کوي.

د شمالي وزيرستان پوليسو یو افسر سيد جلال مشال راډيو ته وويل چې ضلعي انتظامي مشر ته د مجسټرېټ اختياراتو له ورکولو سره به د پوليسو نظام کمزوری شي. نوموړی وايي بايد د صوبې د نورو سيمو په څېر په قبايلي ضلعو کې هم پوليس او ډپټي کمېشنران په خپل قانوني چوکاټ کې دندو ته دوام ورکړي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتو چارو ځانګړي سلاکار محمد علي سيف د مارچ پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې ډپټي کمېشنرانو ته د مجسټرېټ اختياراتو ورکولو پرېکړه د صوبايې کابينې په غونډه کې شوې چې هدف يې په قبايلي سيمو کې پوليسو ته په کار کې اسانتياوې پېدا کول دي.

د پاکستان قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې په ایین کې له بدلون سره سم، په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې چې تر هغې وروسته حکومت په هغو سیمو کې اصلاحاتي بهیر ته دوام ورکړی دی.

له اصلاحاتو سره سم، د پاکستان قانون قبایلي سیمو ته ورغځېدلی او هلته د پولېټېکل اېجنټانو پر ځای ډپټي کمېشنران وټاکل شول او د پولیسو نظام هم وروغځېد. تر اوسه په قبایلي سیمو کې دننه عدالتونه نه دي فعال شوي، خو ورسره په نېږدې ښارونو کې قاضیان ناست دي او د قبایلي ضلعو د خلکو مقدمې پرمخ وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG