د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو نړيواله ورځ: پاکستان د صنفي برابرۍ تګلاره اعلان کړه

پاکستان کې د مارچ پر اتمه د ښځو د نړيوالې په مناسبت په يوشمېر ښارونو کې لاريونونه کېږي، انځور له ارشيفه
پاکستان کې د مارچ پر اتمه د ښځو د نړيوالې په مناسبت په يوشمېر ښارونو کې لاريونونه کېږي، انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت نن (مارچ اتمه) د صنفي برابرۍ پالیسي اعلان کړه.

د دې هېواد د پلان وزير اسد عمر نن (مارچ اتمه) په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د دې پاليسۍ له لارې به ښځو ته د کار په برخه کې د نارينوو په څېر مساوي موقعې برابروي.

نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي حکومت یې په ښوونځيو کې د هلکانو هومره جينکۍ داخلې کړي. د هغه په وينا د تعليم، روغتيا او روزګار په برخه کې ښځو ته ډېر چيلنجونه په مخ کې دي چې دوی یې د هوارولو هڅه کوي.

نوموړي دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې نن د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي او د ملګرو ملتونو لخوا سږ کال د دې ورځې مقصد صنفي برابرۍ ته کار کول دی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG