د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغانستان ته ۲،۰۰۰ ټنه غنم استولي دي


د فبرورۍ پر ۲۶مه د هندیو غنمو لارۍ جلال اباد ته ورسېدې.
د فبرورۍ پر ۲۶مه د هندیو غنمو لارۍ جلال اباد ته ورسېدې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته یې په غنمو د بار لاریو دویم کاروان استولی دی.

د وزارت ویاند ارېندام بګچي د مارچ پر درېیمه پر ټوېټر لیکلي چې ۲،۰۰۰ ټنه غنم یې د امرتسر له اټاري بندره د جلال اباد پر لوري واستول.

ده ویلي چې دا غنم له افغانانو سره د ۵۰،۰۰۰ ټنه غنمو د مرستې یوه برخه ده.

بګچي زیاته کړې چې هېواد یې له افغانانو سره ځانګړو اړیکو ته ژمن دی. تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۶مه د هندیو غنمو لومړۍ جوپه چې ۲،۵۰۰ ټنه وه، د تورخم له لارې جلال اباد ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په وروستیو کې هند ته له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د مرستو رسولو اجازه ورکړه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی دی او د ملګرو ملتونو په وینا، مېلیونونه افغانان بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG