د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: بنګلادېش افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اووريزه لوبه په ډاکې ښار کې وشوه. عکس له ارشېفه
د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اووريزه لوبه په ډاکې ښار کې وشوه. عکس له ارشېفه

بنګلادېش په لومړۍ نړيواله ۲۰ اووريزه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

د مارچ پر درېيمه نېټه شوې سيالۍ کې بنګلادېش پچه وګټله او لومړۍ يې په خپله بېټنګ وکړ چې په ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې.

افغانستان ته د لوبې د ګټلو لپاره ۱۵۶ منډې په کار وې خو ټول لوبغاړې يې په ۱۷.۴ اوورونو کې په ۹۴ منډو کولو سره وسوځېدل. دا رنګه بنګلادېش دا سيالي په ۶۱ منډو وګټله.

لوبه د ډاکې په شري بنګلا ملي لوبغالې کې وشوه. د بنګلادېش له خوا لېتن ټاس تر ټولو زیاتې ۶۰ منډې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG