شانزا عليخان: په سندرو او موسیقۍ مینه یم
په هارون باچا هنري ګړۍ کې دا اوونۍ سندرغاړې شانزا علي خان مېلمنه ده. نوموړې په تېرو څو کلونو کې پښتو موسیقۍ ته ډېر کار کړی دی. هغه په نوې موسیقۍ کې سندرې وايي، خو لهجه یې سوچه پښتو ده او هڅه کوي چې شاعري هم داسې انتخاب کړي چې خلک په پوهېږي، هم ځکه يې په لږ وخت کې زیات مینه وال پیدا کړي دي. شانزا علي خان اصلا د پېښور ده خو ژوند یې په اسلام اباد کې کړی، اوس هم هلته ژوند کوي او د موسیقۍ ترڅنګ یې په انګلیسي ادبیاتو کې ماسټري هم کړې ده.
برخې
-
فبروري ۲۷, ۲۰۲۵
سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري ۰۶, ۲۰۲۵
ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري ۳۰, ۲۰۲۵
خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی