د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي د وزیراعظم ضد د عدم اعتماد تحریک نېټه نه شي ښوولای


شهباز شریف وايي، د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو لپاره تیاری روان دی - پخوانی انځور.
شهباز شریف وايي، د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو لپاره تیاری روان دی - پخوانی انځور.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر ويلي، د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو په اړه دقيقه نېټه نه شي ښوولای.

د مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر شهباز شريف د فبرورۍ پر ۲۶مه په لاهور کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ له مشر سرادر اختر مېنګل سره تر لیدنې وروسته خبري غونډې ته وویل، د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو لپاره تياری روان دی. اختر مېنګل په خپلو خبرو کې وويل، په دې لړ کې تیاري تر ډېره بشپړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پیپلز ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه، له کراچۍ څخه د حکومت ضد لاریون پیل کړ. ټاکل شوې چې د هغه ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري په قیادت کې لاریون له یوشمېر ښارونو تېر شي او د مارچ پر اتمه اسلام اباد ته ورسي.

د حزب اختلاف د یوشمېر ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه د وزیراعظم پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو اعلان کړی وو. د اپوزیشن پيپلز پارټۍ هم د پي ډي اېم د دې پرېکړي ملاتړ کړی دی.

حزب اختلاف تور پورې کوي چې عمران خان د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې د درغلۍ له لارې په واک کې راغلی دی. خو عمران خان او انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي.

پي ډي اېم او پیپلز ګوند همداراز وايي، د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت د هېواد د اقتصاد په سمولو کې پاتې راغلی دی.

خو حکومت وايي، خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې وو چې د سمولو لپاره یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د پور اخیستو ترڅنګ یوشمېر نور اقدامات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG