د لاسرسي ځای

تازه خبر

سټولټنبرګ: پر اوکراین د لوی برید خطر دی


د ناټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ - انځور له ارشیفه
د ناټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ - انځور له ارشیفه

ناټو وايي، داسې ښکاري چې د روسیې پوځ به پر ګاونډي هېواد اوکراین د "لویې کچې برید" وکړي.

د ناټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ د فبرورۍ پر ۱۹مه په میونیښ (مونشن) کې د امنیتي کانفرنس په څنډه کې د جرمني اې ار ډي رسنۍ ته وویل چې له ټولو نښو څرګندېږي چې روسیه پر اوکراین د لویې سطحې حملې لپاره تیارۍ کوي.

نوموړي زیاته کړه چې روسیې تراوسه له اوکراین سره پولې ته نېږدې خپل پوځیان نه دې لیرې کړي بلکې هلته یې نور سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړی دی چې ناټو د خوندیتوب په موخه خپل کارکوونکي د اوکراین له کییف څخه لوییف او برسلز ته لېږدولي دي.

مسکو بیا بیا ویلي چې پر اوکراین د حملې نیت نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG