د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر میډیکل پوهنتون کابل کې څانګه پرانیزي


د پېښور پوهنتون: انځور له ارشیفه
د پېښور پوهنتون: انځور له ارشیفه

خیبر میډیکل پوهنتون په کابل کې د یوې څانګې د پرانیستلو لپاره د پاکستان لوړو زده کړو وزارت ته لیک استولی او اجازه یې ترېنه غوښتې ده.

یاد پوهنتون د فبرورۍ پر ۱۶مه، په خپلې رسمي وېبپاڼې د دغه پوهنتون د رییس (وایس چانسلر) ډاکټر ضیا الحق په حواله لیکلي، دوی دا پرېکړه له هغې وروسته کړې چې د پېښور په افغان کونسلګرۍ کې د طالبانو لخوا ګمارل شویو چارواکو د یاد پوهنتون له مشرتابه سره وکتل. د طالبانو له غاړې د ورغلي پلاوي مشري مفتي نورالله حقاني کوله څوک چې په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د حکومت لخوا ناظم الامور ټاکل شوی.

د خیبر میډیکل پوهنتون اعلامیه لیکي چې دوی غواړي په کابل کې "جناح روغتون" په "جناح ښوونیز روغتون" بدل کړي او هلته به افغان محصلینو ته د طب په څانګه کې لوړې زده کړې ورکول کېږي.

په پېښور کې د طالبانو د حکومت چارواکو د خیبر میډیکل یونیورسټۍ دا پرېکړه ستایلې او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي چې دوی دا یو نېک ګام ګڼي، ستاینه یې کوي او په دې لړ کې چې څه مرستې پکار وي، دوی به یې ونه سپموي.

یو شمېر افغانانو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د خیبر میډیکل یونیورسټۍ د دې پرېکړې ستاینه وکړه. د سلیم احمد په نوم یو افغان ځوان چې په پېښور کې ژوند کوي، مشال راډیو ته یې وویل، "په دې خبره ځکه خوشاله یو چې په کم مصرف به په هیواد کې دننه د طب په څانګه کې لوړې زده کړې وکولی شوځکه چې نورو هیوادونو ته د تحصیل لپاره ورتګ ډېر مصرف لري."

په افغانستان کې د بلخ پوهنتون استاد عزیزالدین یوسفزي مشال راډیو ته وویل، له دې سره به د طب په څانګه کې د افغان محصلینو د روزلو یوه نوې دریڅه پرانیستل شي. هغه وايي، افغان محصلین به د مجربو استادانو په نګرانۍ او د عصري لابراتوارونو په درلودلو سره په ښه توګه خپلې طبي زده کړې پرمخ وېوړل شي.

د خیبر میډیکل پوهنتون لخوا په کابل کې د خپلې څانګې د پرانیستلو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له راتلو سره سم ډېری افغان محصلین د بیلابیلو وجوهاتو له کبله د پوهنتونونو او تر دې چې ځیني خو یې د هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG