د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا راډیو په کریمیا کې خپل خبریال ته د اورول شوې سزا غندنه کړې


د ولادېسلاف یسېپېنکو ښځه کیترینا په کییف کې د خپل مېړه د خوشې کولو لپاره د مظاهرې پرمهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای میاشتې انځور.
د ولادېسلاف یسېپېنکو ښځه کیترینا په کییف کې د خپل مېړه د خوشې کولو لپاره د مظاهرې پرمهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای میاشتې انځور.

د ازادې اروپا راډیو د روسیې تر واک لاندې کریميا کې خپل یوه خبریال ته د عدالت له لوري د اورولې سزا غندنه کړې ده.

په هغه سیمه کې یوه عدالت د فبرورۍ پر ۱۶مه ولادېسلاف یسېپېنکو ته د شپږ کلونو د بند سزا واوروله.

مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د ادارې د پښتو څانګه ده.

د ازادې اروپا راډیو مشر جېمي فلای په یوه بیان کې وویل چې د "ولادېسلاف پرضد عدالتي پرېکړه" انصاف پورې "د خندۍ معنا لري."

د فلای په خبره، ولادېسلاف باید هېڅکله نه وای ګرفتاره شوی ځکه چې هغه د خبریال په توګه واقعیتونه په ډاګه کول.

نوموړي په بیان کې غوښتنه کړې چې هغه باید "سمدستي" خوشې شي چې کور ته ستون شي.

یسېپېنکو د روسیې او اوکراین غبرګ تابعیت لري او د ازادې اروپا د کریمیا رېیالېټیز په نوم سیمه ییزې ووبپاڼې ته خبرونه ورکوي چې د اوکراینۍ څانګې یوه برخه ده.

نوموړی د روسیې وفاقي استخباراتي ادارې (اېف اېس بي) د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې په سېمفرپول کې د اوکراین استخباراتو ته د جاسوسۍ په شک نیولی وو.

د ازادې اروپا راډیو بیان وايي، استخباراتي چارواکو تر ګرفتارۍ وروسته پر یسېپېنکو "ظالمانه تشدد" کړی وو او د هغه یو اعترافي بیان یې پر روسي ټېلېوېژن خپور کړی وو.

نوموړی د ۲۰۲۱ز کال په جولای کې د چوونکو موادو لرلو او لېږد په تور رسماً تورن شو. د رسمي تورنولو پرمهال پر هغه اوکراینیو استخباراتو ته د جاسوسۍ هغه تور نه وو شامل چې اېف اېس بي په پیل کې ورباندې پورې کړی وو.

خو یسېپېنکو پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG