د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېل ګېټس د ګوزڼ ناروغۍ ختمولو د هڅو جاج اخیستو لپاره د پاکستان په سفر دی


بېل ګېټس د فبرورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې له وزیراعظم عمران خان سره د لیدو پرمهال.
بېل ګېټس د فبرورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې له وزیراعظم عمران خان سره د لیدو پرمهال.

د مایکروسافټ شرکت بنسټګر او بشرپال بېل ګېټس د فبرورۍ پر ۱۷مه په پاکستان کې له وزیراعظم عمران خان سره لیدلي دي.

نوموړی د پنجشنبې (زیارت) پر سهار اسلام اباد ته ورسېد. د وزیراعظم دفتر پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې ګېټس د وزیراعظم "په ځانګړې بلنه" هغه هېواد ته ورغلی دی.

تر دې مخکې د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار ډاکتر فیصل سلطان پر ټوېټر لیکلي ول چې ګېټس په خپل سفر کې په هغه هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د ختمولو لپاره د حکومتي هڅو جاج اخلي.

نوموړي همداراز لیکلي چې ګېټس به د کورونا وایرس د څار او کنټرول ملي ادارې (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر) دفتر ته هم ورځي، له بې وزله خلکو سره د مرستو لپاره د احساس پروګرام په اړه به معلومات غونډوي او د ټولو صوبو د روغتیا ادارو له مشرانو سره به ګوري.

دا لومړی ځل دی چې ګېټس پاکستان ته تللی دی. نوموړي د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې له وزیراعظم عمران خان سره په پاکستان او افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د ختمولو په اړه ټېلېفوني خبرې کړې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو ناروغۍ پېښې ثبتېږي.

د مایکروسافټ شرکت بنسټګر بېل ګېټس او د هغه پخوانۍ مېرمن مېلېنډا ګېټس بنسټ له پاکستان سره د پولیو ناروغۍ د ختمولو په برخه کې مالي مرستې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG