د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبرپښتونخوا په یو شمېر سیمو کې ځنډول شوې بلدیاتي ټاکنې نن کېږي


په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۱م کال د ډېسمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي ټاکنو لومړی پړاو ترسره شوی وو.
په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۱م کال د ډېسمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي ټاکنو لومړی پړاو ترسره شوی وو.

د خيبرپښتونخوا د ۱۳ ضلعو په یو شمېر سیمو کې د فرورۍ پر ۱۳مه د بلدياتي ټاکنو لپاره له سره د رايې اچونې بهير پیل شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۱م کال د ډېسمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي ټاکنو لومړی پړاو ترسره شوی وو خو په دې سیمو کې د بېلا بېلو لاملونو له کبله ټاکنې ځنډول شوې وې.

د پاکستان د انتخاباتو کميشن په وينا، د تاوتريخوالي یا د کاندېدانو د وژل کېدو له کبله یې په دې سیمو کې ټاکنې د فرورۍ ۱۳مې ته ځنډولې وې.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د فبرورۍ پر ۱۲مه، مشال راډيو ته وویل، دا هغه سیمې دي چې د امنیتي صورتحال، د نوماندانو د مړینې او ځينو نورو وجوهاتو له امله پکې انتخابات ځنډول شوي ول.

هغه وویل، "د ځینو ضلعو په بېلا بېلو سیمو کې د رايو بکسونه مات کړل شوي ول یا نور څه ګډوډی شوی وو، نو د هغې په وجه د ووټونو عمل نه وو شوی. بیا ځینې ضلعي داسې وې چېرته چې امیدواران مړه شوي ول. نو دا ټول ۱۳ ضلعې جوړیږي چېرته چې انتخابات کېږي."

د انتخاباتو کمیشن وايي، د پېښور، نوښار، خېبر، مومند، مردان، کوهاټ، کرک، بنو، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، بونير او باجوړ په ۲۳۷ پولېنګ مرکزونو کې له سره رايې اچول کېږي.

کمیشن زیاتوي چې په هغو کونسلونو کې هم بیا انتخابات کېږي چې پکې کانديدان په خدايي مرګ مړه شوي ول.

په دې کې چارسده، مردان، کوهاټ، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان او باجوړ شامل دي چې پکې به په سلګونه پولينګ مرکزونو کې رايې اچول کېږي.

د رايې ورکونې عمل سهار اته بجې پیل شوی دی او د ماښام پر پنځه بجې به پای ته رسېږي. د امنیتي چارواکو په وینا، په ټولو ضلعو کې یې د امنيت ټېنګښت لپاره امنيتي ځواکونه ګمارلي دي.

د ډېره اسماعیل خان انتخاباتي کمېشنر حیات الله د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، انتخابات په ۳۰۲ پولېنګ مرکزونو کې روان دي چې د امنیت لپاره یې ((سخت انتظامات)) شوي دي.

د ده په خبره، د امنیت لپاره یې د پولیسو ترڅنګ اېف سي سرتېري هم ګومارلي او پوځیان هم له مرکزونو سره نېږدې ګزمې کوي.

اخوا د بنو په بکاخېلو او ډومېل تحصیلونو کې هم د ووټ اچولو بهیر روان دی. خو د بنو انتخاباتي کمېشنر حبیب الرحمان له بکاخېلو څخه د ټېلېفون له لارې مشال راډیو ته وویل چې هلته انتخاباتي عمل د سهار اتو پر ځای پر نهه نیمو بجو پیل شو چې تر ماښام پینځه نیمو پورې به روان وي.

دی وايي، هلته د رایې اچونې د عمل د ناوخته پیلولو لامل امنیتي اندېښنې وې او له دې پرته د ښځینه وو کارکوونکو لپاره د استوګنې مناسب بندوبست نه وو نو ځکه انتخاباتي کمېشن فیصله وکړه چې انتخابات دې په ځنډ پیل کړي او یو ساعت دې یې وختي پای ته ورسوي.

د حبیب الرحمان په خبره، د پولېنګ سټېشنونو دننه پاتې خلکو ته به ان تر شپږ نیمو بجو پورې د رایې اچونې موقع ورکوي.

دی زیاتوي، په ډومېل کې انتخابات پر خپل وخت پیل شول او د بنو د پولیسو مشر هلته د امنیتي اقداماتو جاج اخیستو لپاره ورغلی وو.

که څه هم حکومتي‌ او امنیتي چارواکي د امنیت ډاډ ورکوي خو په ځینو سیمو کې خلکو د بدامنۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د کواټ ضلعې د دره ادم خېل تحصيل ښاروالۍ څوکۍ لپاره ۱۰ اميدوارانو له دې کبله له بلدياتي انتخاباتو پرېکون اعلان کړی چې د دوی په وینا حالات سم نه دي.

دوی وايي اړوند حکومتي‌ ادارو ته یې په خپل درخواست کې ويلي چې په دره ادم خېلو کې د ټاکنو لپاره حالات سم نه دي، او د انتخاباتو کمېشن د دوباره انتخاباتو نېټه دومره لنډه ټاکلې چې اميدواران خلکو سره د مشورې او د ووټ غوښتو وخت هم نه درلود.

خو انتظامیې د نوماندانو اندېښنې رد کړې دي او د هغوی دا غوښتنه نده منل شوې چې په دې سیمه کې دې انتخابات بیا وځنډول شي.

د انتخاباتو کمېشن له اعلان کړي مهالوېش سره سم، ټاکل شوې ده چې د خیبر پښتونخوا په پاتې نورو ۱۸ ضلعو کې به بلدیاتي انتخابات د ۲۰۲۲م کال د مارچ پر ۳۱مه کېږي.

XS
SM
MD
LG