د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چودري: عمران خان له اېسټیبلېشمنټ سره هېڅ اختلاف نه لري


وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري سره خبرې کوي- انځور له ارشیفه
وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري سره خبرې کوي- انځور له ارشیفه

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چودري ویلي چې د وزیراعظم عمران خان حکومت له اېسټیبلېشمنټ سره هېڅ اختلافات نه لري.

فواد چودري د فېبرورۍ پر نهمه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې وويل چې وزيراعظم عمران خان د امنیتي اېسټیبلېشمنټ په ګډون له هېڅ ادارې سره ستونزې نه لري. "نن عمران خان ټولې ادارې له ځان سره يوځای چلوي. موږ کله هم د ټکر سياست نه دی کړی."

فواد چودري زياته کړه چې د اپوزيشن ګوندونو له خوا په پارلېمان کې د وزيراعظم خلاف د عدم اعتماد تحريک دایرولو هدف پر حکومت فشار اچول دي چې د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف او د ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز ته له هېواده د بهر تګ اجازه ورکړي.

حکومت وايي، د اپوزیشن هغو دواړو مخکښه مشرانو پرضد د احتساب ادارې د درغلۍ قضیې پرانیستې دي نو ځکه یې له هېواده بهر تګ ته نه پرېږي. خو شریف او مریم نواز پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

په عین حال کې د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې ټول اپوزيشن ګوندونه پر دې سلا شوي چې د واکمن تحریک انصاف ګوند اېتلافي حکومت د نسکورولو لپاره په قامي اسمبلۍ کې د وزیراعظم ضد د عدم اعتماد تحریک دایرولو ترڅنګ احتجاجونه او نورې "اييني لارې" استعمال کړي.

د مخالفو سياسي ګوندونو پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) اعلان کړی دی چې د مارچ پر ۲۳مه د حکومت د نسکورولو په هدف اسلام اباد ته لاریون پیلوي.

دوی تور پورې کوي چې وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د پوځ په مرسته د درغلۍ له لارې واکمن شو او د ناکامه تګلارو له امله يې په هېواد کې ګراني زیاته شوی ده.

خو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې اپوزیشن ګوندونه د خپلو درغلیو د پټولو په خاطر دا ډول احتجاجونه کوي او داسې بیانونه ورکوي. حکومت وايي، خراب اقتصاد ورته له تېرو واکمنانو په میراث کې پاتې دی چې د سمولو هڅې یې کوي.

له دې پرته انتخاباتي کمېشن هم په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او منصفانه ول. اخوا پوځ وايي چې هغه مهال ورته حکومت د انتخاباتي بهیر د امنیت دنده سپارلې وه او نه په سیاسي چارو کې لاسوهنې کوي او نه دې یې څوک پکې د ښکېلولو هڅه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG