د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ایران خبردار کړی چې د اټومي موافقې د بیا بحالۍ لپاره وخت په کمېدو دی


د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال
د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال

واشنګټن يو وار بيا ايران ته خبرداری ورکړی چې د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون د بحالۍ لپاره وخت په ختمېدو دی.

امريکا تهران ته ویلي دي چې که په راتلونکو څو اوونيو کې کومې موافقې ته و نه رسېدل، نو دغه تړون ته ستنېدل به ناممکن شي.

د فېبرورۍ پر نهمه د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي خبريالانو ته وويل، "له ايران سره زموږ خبرې عاجلې نقطې ته رسېدلې دي."

نوموړې وويل، "هغه موافقې ته نېږدې شوې يو چې ورسره سم، د ټولو خواوو بنيادي اندېښنې حل کېدای شي خو که په راتلونکو اوونيو کې دې موافقې ته و نه رسېدو نو د ايران روان اټومي پرمختګونه به ورته دا ناممکنه کړي چې د عمل ګډ جامع پلان ته ستانه شي."

جېن ساکي يادونه وکړه چې د ايران لپاره د امريکا ځانګړی استازی له تهران سره د غیر مستقیمو خبرو لپاره ويانا ته تللی چې پر هغو امکاناتو خبرې وشي چې ورسره سم دواړه خواوې یوځل بیا د تړون عملي کول پیل کړي.

د ويانا په مذاکراتو کې برتانيې، چين، فرانس، جرمني، ايران او روسیې برخه اخیستې او امریکا پکې په غیرمستقیم ډول ګډون کوي.

د خبرو وروستی پړاو د جنورۍ پر ۲۸مه د دې لپاره وځنډېد چې مرکچیان د سلا مشورو لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

دا مذاکرات تر هغې وروسته پيل شول چې په وروستيو اوونيو کې بیلا بیلو لوریو اشارې ورکړې وې چې د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون د بحالۍ په ترڅ کې پرمختګ شوی.

د هغې موافقې موخه د اټومي وسلو له جوړولو څخه د ایران ګرځول ول او پکې ژمنه شوې وه چې د دې کار په بدل کې به پر تهران لګېدلي بندیزونه ختمېږي.

پخوانی امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له موافقې ووت او پر ایران یې بندیزونه بحال کړل چې په غبرګون کې یې تهران هم په تدریجي ډول له خپلو ژمنو په شا شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG