د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین له فرانسوي ولسمشر سره خپلې خبرې ګټورې بللې


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين (ښی) په مسکو کې د فرورۍ پر اوومه له خپل فرانسوي سيال ايمانويل مېکرون سره تر خبرو وروسته خبري غونډه کوي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين (ښی) په مسکو کې د فرورۍ پر اوومه له خپل فرانسوي سيال ايمانويل مېکرون سره تر خبرو وروسته خبري غونډه کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل فرانسوي سیال ايمانویل مېکرون سره خبرې ګټورې او عملي بللې دي.

پوتین د فبرورۍ پر اوومه په مسکو کې له مېکرون سره يوې ګډې خبري غونډې ته وويل، ده ته د خپل فرانسوي سیال لخوا شوي یو شمېر وړاندیزونه د لانجې د هواري په موخه پرمختګ ته لاره هوارولای شي.

بلخوا مېکرون ويلي، راتلونکې څو ورځې به حساسې وي او په خبره یې پوتین ته یې د "کلکو امنیتي ضمانتونو" وړاندیز کړی دی.

نوموړي زياته کړې، پوتین په سيمه کې د ثبات او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا ډاډ ورکړی دی.

ټاکل شوې ده چې مېکرون نن په کیيف کې له اوکرایني چارواکو سره تر خبرو وروسته بیا له پوتین سره ټېلېفوني خبرې وکړي.

دا خبرې اترې په داسې حال کې کېږي چې روسيې د اوکراين له پولې سره نېږدې سيمو کې لسګونه زره عسکر ځای پر ځای کړي دي. لوېديځ هېوادونه اندېښنه لري چې د روسيې دا اقدامات پر اوکراين د بريد پيلامه ده.

د روانو سیاسي هلو ځلو موخه دا ده چې روسیه پر اوکراین له احتمالي یرغله را وګرځوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG