د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي د اټومي موافقې د بحالولو لپاره د بندیزونو لیرې کېدل اړین دي


ډېپلوماټان په ویانا کې د ایران پر اټومي موافقې د خبرو پرمهال - انځور له ارشیفه
ډېپلوماټان په ویانا کې د ایران پر اټومي موافقې د خبرو پرمهال - انځور له ارشیفه

ايران وايي، له نړيوالو ځواکمنو هېوادونو سره یې د اټومي تړون د بحالۍ په خبرو کې پر هغه هېواد د امريکايي بنديزونه لیرې کول "سره کرښه" ګڼي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطیبزاده د فبرورۍ پر اوومه په تهران کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د بنديزونه ليرې کول او د دې له ګټو د هغه هېواد برخمنېدل په خبرو اترو کې د ايران "سره کرښه" ده.

خطیبزاده دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اتمه په ویانا کې د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمینځ د موافقې د بحالۍ په اړه خبرې بیا پیل شي.

نوموړي او اروپايي ټولنې د فبرورۍ پر اوومه د مذاکراتو د بیاپیلېدو نېټه تایید کړه.

هغه مذاکرات د جنورۍ پر ۲۸مه درېدلې وې چې د ټولو خواوو ډېپلوماټان هېوادونو ته ستانه شي او هلته له لوړپوړو چارواکو سره مشورې وکړي.

تهران په ۲۰۱۵ز کال کې له نړيوالو ځواکمنو هېوادونو سره يو تړون ته رسېدلی وو چې له مخې يې پر هغه هېواد د نړيوالو د بنديزونه کمولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د محدودولو ژمنه کړې وه.

خو د امريکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له تړونه ووت او پر ايران يې يو ځل بیا سخت بنديزونه ولګول چې له کبله يې تهران په تدريجي ډول له ژمنو پر شا کېدو ته وهڅېد.

دواړو غاړو د ۲۰۲۱ز کال له اپرېل میاشتې راهیسې د تړون بحالۍ لپاره په ويانا کې په اتو پړاوونو کې غير مستقيمه خبرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG