د لاسرسي ځای

تازه خبر

جېمي فلای: د روسي ولسمشر په وینا خپلې ادارتي فیصلې نشو کولای


د ازادې اروپا ازادي راډیو مشر جېمي فلای ویلي د روس د ولسمشر په وینا خپلې اداراتي فېصلې نه شي کولای.
د ازادې اروپا ازادي راډیو مشر جېمي فلای ویلي د روس د ولسمشر په وینا خپلې اداراتي فېصلې نه شي کولای.

د رسنیو د څار لپاره د روس سرکاري ادارې "روسکومنادزور" د فبرورۍ پینځمې پر شپه د یو لړ بیانونو په خپرولو د ازادې اروپا ازادي راډیو ته خبرداری ورکړی چې که له خپلو ووبپاڼو څخه یې د روس د حکومت مخالفه سیاستوال الیکسي ناوالني لخوا د درغلیو د پلټنو په حواله لیکلي مواد لرې نه کړل نو روس، اوکراین او مرکزي اسیا کې به د راډیو اته ووبپاڼې بندې کړي. نوالني دا مهال د روس په بند کې دی.

خو ازادې اروپا ازادي راډیو د رسنیو د څار لپاره د دې روسۍ ادارې د دې بیان "په کلکه غندنه" کړې ده.

روسکومنادزور په دې لړ کې د ازادې اروپا ازادي راډیو ته له ۶۰ زیات ایمېلونه استولي چې د روسي ژبې د اورېدونکو او کتونکیو لپاره دې د خپلو دوو تر ټولو لویو څانګو ازادي راډیو او کرنټ ټایم نه د نوالني د پلټنو په هکله معلومات لرې کړي.

دا راز روسکومنادزور له ازادې اروپا ازادي راډیو څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د اوکراین د کرایمیا ټاپو وزمې لپاره د روسي ژبې د ویبپاڼو، قازقستان او تاجکستان له څانګو او همداراز د روس له ځايي ویبپاڼو دې هم دغه مواد لرې کړي.

په دې موادو کې د روس د ولسمشر ولادیمیر پوتین د تور سمندرګي د ماڼۍ په هکله د درغلیو په اړه پلټنې شاملې دي.

د دې تر څنګ له ولسمشر پوتین سره نزدې اړیکې لرونکیو کاروباري کسانو او د یو شمېر نورو اعلا روسي چارواکو د شتمنیو په اړه د درغلیو د پلټنو په هکله معلومات هم د دې موادو برخه ده.

د رسنیو د څار لپاره د روس سرکاري ادارې روسکومنادزور د ازادې اروپا ازادي راډیو ته د دې موادو د لرې کولو لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړی دی.

او ویلي یې دي چې دا یې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ ضد قوانینو سره په ټکر کې دي.

خو د ازادې اروپا ازادي راډیو مشر جېمي فلای ویلي چې دا غوښتنه نه مني. نوموړي همداراز ویلي چې د روس د ولسمشر په وینا خپلې ادارتي فېصلې نه شي کولای.

فلای په یو بیان کې زیاته کړې چې "دا غوښتنه د یو داسې حکومت لخوا په سپین سترګۍ د سیاسي سینسرشپ اقدام دی چې ښکاري له هغو خبریالانو خطر احساسوي چې یوازې په حقایقو رپوټونه جوړوي."

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) د ۲۰۲۱ز کال په ډېسمبر کې ویلي وو چې روسي چارواکو په تیرو دوو کلونو کې په انټرنیټي ازادیو د قدغن هڅې دوه چنده زیاتې کړې دي.

د روس دا وروستي اقدامات په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې د ازادې اروپا ازادي راډیو تر څنګ د یو شمېر نورو خپلواکو رسنیو پرضد یې فشار زیات کړی دی او د روس د انصاف وزارت د دې رسنیو خبریالان بهرني ایجنټان ګرځولي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG