د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سره روغې احتجاج کوونکو د جنوبي وزیرستان او ټانک لاره تړلې ده


د احتجاج یو ګډونوال اسحاق مسید مشال راډیو ته وویل چې دوی ځکه د وزیرستان او ټانک ترمنځ غځېدلې لارې پر تړلو مجبور شو چې ځايي انتظامیې یې خبره نه اورېده. (انځور له ارشیفه)
د احتجاج یو ګډونوال اسحاق مسید مشال راډیو ته وویل چې دوی ځکه د وزیرستان او ټانک ترمنځ غځېدلې لارې پر تړلو مجبور شو چې ځايي انتظامیې یې خبره نه اورېده. (انځور له ارشیفه)

د جنوبي وزیرستان د سره روغې تحصیل اوسیدونکو د خپل روان احتجاج په ترڅ کې اوس د جنوبي وزیرستان او ټانک ترمنځ غځېدلې لاره تړلې ده.

دا خلک له تېرو لسو ورځو راهيسې د دې لپاره په احتجاج دي چې په سيمه کې د لټون عملياتو پرمهال نيول شوي کسان دې خوشي کړل شي.

د دې احتجاجي پرلت مشر شېرپاو مسید د فرورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل په وزیرستان کې امن پر ځای کول د ریاست زمه واري ده.

ده وویل، " تحریک طالبان راغلي دي، د هغه په وجه بیا پوځ او ملېشه ځواک راشې زموږ تور سرې بې عزته کوي، موږ د دې لوبې بندول غواړو."

ده وویل دویمه غوښتنه مو دا ده چې زموږ پنځه نیول شوي کسان دې یا خوشي کړل شي او یا دې هم پر هغوی مقدمه درج کړل شي.

شېرپاو مسید وویل چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې تر هغه وخته به په احتجاج کې نه له وژل کېدو او نه هم له زندانه مخ اړوي.

د احتجاج یو بل ګډونوال اسحاق مسید مشال راډیو ته وویل چې دوی ځکه د وزیرستان او ټانک ترمنځ غځېدلې لارې پر تړلو مجبور شو چې ځايي انتظامیې یې خبره نه اورېده.

ده وویل چې د حکومت له خوا تر اوسه هیڅ داسې ګام نه دی پورته شوی چې دوی پرې ډاډمن شي.

احتجاج کوونکي وايي، د جنورۍ پر ۱۸مه، په وچه خوړه سیمه کې پر امنیتي سرتېرو تر بمي چاودنې وروسته، ایف سي ځواک بې ګناه کسان نيولي دي او بايد پوليسو ته يې حواله او يا پري مقدمه درج کړي.

د تحصیل سره روغې په وچه خوړه سیمه کې د جنورۍ پر ۱۸مه په یو مځکني ماین چاودنه کې د فرنټیېر کور یو سرتېری وژل شوی وو او دوه نور زخمیان شوي وو.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

اسحاق مسید وویل چې تر هغه برید وروسته نیول شوي کسان نه تر اوسه پولیسو ته سپارل شوي دي او نه هم عدالت ته وړاندې کړل شوي دي.

خو د جنوبي وزیرستان مرستیال کمشنر فرحان خان د فرورۍ پر پنځمه مشال راډيو ته وویل چې له احتجاج کوونکو سره يې خبري روانې دي او هيله لري چې ژر به دا مسله حل کړي.

XS
SM
MD
LG