پاکستان کې د ولسمشريز نظام جوړولو په اړه بحثونه چا او ولې پیل کړي؟
د پاکستان سېنېټ د جنورۍ پر ۳۱مه په هغه هېواد کې د صدارتي يا ولسمشريز نظام راوستو پرضد قرارداد منظور کړی وو. قراداد د حزب اختلاف غړي رضا رباني د هغو ګنګوسو او بحثونو په رڼا کې وړاندې کړ چې له تېرو څو اوونيو راهیسې په پاکستان کې د ولسمشريز نظام د نافذولو په اړه پر ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو کې روان دي. د واکمن تحريک انصاف سېنېټر شهزاد وسيم د سېنېټ په غونډه کې واضحه کړه چې حکومت له هغو اوازو او بحثونو سره هېڅ تړاو نه لري او کله هم د صدارتي نظام خوښوونکی او راوستونکی نه دی. د ۱۹۷۳ز کال له اساسي قانون سره سم، پاکستان یو وفاقي پارلېماني جمهوریت دی. خو په هغه هېواد کې مخکې درې ځلې ولسمشريز نظام ازمویل شوی دی. د هغه هېواد زیاتره سياسي ګوندونه د ولسمشريز نظام مخالفان دي. پوښتنه دا ده چې د ولسمشريز نظام په اړه تازه بحث چا او ولې راپورته کړی دی؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.