د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او قطر ويلي، د افغانانو د ملاتړ لپاره په ګډه کار ته دوام ورکوي


د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني (کيڼ) د امريکا له ولسمشر جو بايډڼ (ښی) سره په سپينه ماڼۍ کې د ليدنې پر مهال (جنوري ۳۱مه)
د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني (کيڼ) د امريکا له ولسمشر جو بايډڼ (ښی) سره په سپينه ماڼۍ کې د ليدنې پر مهال (جنوري ۳۱مه)

د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني امریکا ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر جو بایډن او د امريکا له دفاع وزیر لوېډ اسټن سره د افغانستان پر روان حالت خبرې کړې دي.

د جنورۍ پر ۳۱مه، په سپینه ماڼۍ کې د قطر له امیر سره د لیدنې پر مهال ولسمشر بایډن وویل، د افغانانو د ملاتړ لپاره به دواړه هېوادونه خپل ګډ کار ته دوام ورکړي:

"امیر او زه نن په خپله اېجنډا کې ډېر څه لرو. موږ غواړو په خلیج او منځني ختیځ کې د امنیت په اړه خبرې وکړو. نړۍ ته د انرژۍ رسولو ثبات تامین کړو او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړو."

اخوا د امريکا دفاع وزارت (پېنټاګان) ويلي، د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم د جنورۍ پر ۳۱مه له ښاغلي حمد الثاني سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د همکارۍ په ګډون د سیمه‌ ییزو امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

پېنټاګون په دې اړه په يوه خبرپاڼه کې لیکلي، جنرال اسټن د قطر له امیر څخه په افغانستان کې د امریکا د دوامداره ملاتړ له امله مننه کړې.

د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم له ښاغلي حمد الثاني سره د دوشنبې په ورځ وکتل
د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم له ښاغلي حمد الثاني سره د دوشنبې په ورځ وکتل

په دې لیدنه کې د قطر امیر هم ویلي چې په افغانستان کې باید لا ډېر څه وشي.

پېنټاګون د قطر د امیر تمیم بن حمد الثاني له قوله لیکلي:

"موږ به په سیمه کې د امنیت او ثبات په راوستو کې د مرستې لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو. زه ډاډه یم چې د دې نېږدې ملګرتیا او دې عالي اړیکو سره به دا کار وکړو. موږ دا په افغانستان کې په ښکاره توګه وښوده، البته موږ لا هم په افغانستان کې ډېر کار ته اړتیا لرو او موږ د افغانانو ښه راتلونکي ته ژمن یو."

دا په داسې حال کې ده چې امریکا ویلي، قطر به یې افغانستان کې سفارتي استازولي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن له دې څرګندونو وروسته، قطر په کابل کې د خپلو سفارتکارانو یوه ډله په افغانستان کې د امریکا د سفارت د قونسلګرۍ د چارو د پرمخ بېولو لپاره ځانګړې کړې ده.

د طالبانو حکومت هم له امریکا سره د قطر د ښو اړیکو په اړه مثبت نظر لري، ځکه پر دوی یې هم اغېز کم نه دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، قطر د دوی او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پرمهال رغنده رول لوبولی او وروستۍ هڅې یې هم ستايي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، قطر د دوی او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پرمهال رغنده رول لوبولی
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، قطر د دوی او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پرمهال رغنده رول لوبولی

کریمي زیاتوي: "ټول هغه تحرکات او هغه څه چې د افغانستان د مسایلو په اړه د قطر لخوا کېږي، موږ په مثبت نظر ورته ګورو."

قطر پر امریکا سربېره، وروستیو کې د نورو لوېدیځو هېوادونو او د طالبانو د حکومت ترمنځ هم د اړیکو د جوړېدو او د ستونزو د هواري لپاره د منځګړي رول لوبوي.

دوحه له ۲۰۱۳ز کال راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه ده او د راپورونو له مخې، لاهم د یو شمېر طالب مشرانو کورنۍ هلته مېشتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG