د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ورځپاڼو ايډيټران د رسنيو د ازادۍ له کمېدو شکايت کوي


په اسلام اباد کې يو سړی ورځپاڼې ګوري - انځور له ارشیفه
په اسلام اباد کې يو سړی ورځپاڼې ګوري - انځور له ارشیفه

د پاکستانيو ورځپاڼو د مدیرانو يا ايډيټرانو کونسل په خپل تازه راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د ۲۰۲۰ز کال په نسبت په ۲۰۲۱ز کې د رسنيو ازادي نوره هم کمه شوې ده.

د پاکستان ميډیا فريډم ۲۰۲۱ز کال په نامه دا راپور د جنورۍ په ۲۹مه جاري شوی چې پکې اندېښنه ښوول شوې چې له مختلفو لارو د رسنیو او د بیان د ازادۍ ترڅنګ معلوماتو ته د رسېدو مخه نيول کېږي.

په راپور کې راغلي چې يوازې په ۲۰۲۱ز کال کې د خپلې دندې پر مهال پینځه خبریالان وژل شوي چې پکې په کراچۍ کې پر ټولنیزو رسنیو فعال او خبریال ناظم جوکيو هم شامل دی. جوکيو لومړی تښتول شوی او بیا وژل شوی وو.

همداراز له دې راپور سره سم لږ تر لږه نهه خبریالان د کورونا وایرس ناروغۍ له امله مړه شوي او دوه نورو خبریالانو د بې روزګارۍ له وجې ځانوژنه کړې.

حکومت تر اوسه د دې راپور د موندنو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا ویلي چې په پاکستان کې رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي او همداراز یې د خبریالانو د اقتصادي او امنیتي مشکلاتو د هواري ژمنه هم کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG