د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين کړکېچ: بايډن ويلي امريکا به ډېر ژر اروپا ته امريکايي عسکر ولېږي


امريکايي سرتېري په ډيلاوېر ايالت کې اوکراين ته د وسلو لېږلو چمتووالی نيسي. (۲۱م جنوري، ۲۰۲۲)
امريکايي سرتېري په ډيلاوېر ايالت کې اوکراين ته د وسلو لېږلو چمتووالی نيسي. (۲۱م جنوري، ۲۰۲۲)

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، دی به ډېر ژر کم شمېر امریکايي عسکر ختیځې اروپا او د ناټو غړو هیوادونو ته ولېږي.  

ولسمشر بايډن د جنورۍ پر ۲۸مه په واشنګټن کې وویل چې د دې امریکايي عسکرو شمېر به ډېر نه وي.

د امریکا د دفاع وزارت د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو چې ۸۵۰۰ امریکايي عسکر ختیځې اروپا او د ناټو غړو هیوادونو ته د تګ لپاره تیار دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین پولو ته نژدې د روسي ځواکونو ځای پر ځای کېدو د یرغل وېره رامنځ ته کړې ده.

د روسي ولسمشر دفتر ویلي چې روس به په احتیاط سره ماسکو ته د امنیتي ضمانتونو د غوښتنو په اړه د امریکا او ناټو لخوا لیکلي ځوابونه مطالعه کوي او له هغې وروسته به د کوم ګام پورته کولو پرېکړه کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د جنورۍ پر ۲۷مه له ازادي اروپا راډیو سره په ځانګړې مرکه ويلي وو، که روسیه پر اوکراین د یرغل لاره انتخاب کړي نو له سختو پايلو سره به مخامخ شي. نوموړي پر مسکو غږ کړی وو چې له اوکراین او لویدیځ سره د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره له ډيپلوماسۍ څخه کار واخلي.

"موږ هر هغه لازم اقدام کوو چې مسکو ته دا روښانه کړو چې هغه دوې لارې لري: یا د ډيپلوماسۍ او مذاکراتو لاره چې اختلافونه له سوله ییزې لارې حل شي او یا د یرغل لاره، او که چيرې د يرغل لاره غوره کړي نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي. او موږ هرې لارې ته بشپړ چمتووالی نيسو."

نوموړي زياته کړې وه چې واشنګټن لاهم نه پوهېږي چې د اوکراين او د اروپا د امنیتي جوړښت په هکله د کریملين وروستۍ پرېکړه څه ده. د هغه په وينا، "په دې اړه يوازې يو سړی تاسو ته ويلای شي او هغه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دی."

بلینکېن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې واشنګټن د روسیې هغو ګواښوونکو غوښتنو ته په ليکلې بڼه خپل رسمي ځواب وړاندې کړ چې تېره مياشت يې د دوو لوظنامو د مسودو په بڼه خپرې کړې وې.

روسيې د دغو غوښتنو تر څنګ د اوکراين پولو ته نېږدې سيمو کې تر يو لک زيات سرتېري او ډېر پرمختللي پوځي وسايل ځای پر ځای کړي دي.

مسکو په خپلو دوو اسنادو کې د اروپا په امنیتي جوړښت کې د پراخ بدلون غوښتنه هم کوي او غږ يې کړی چې ناټو دې د اوکراین او جورجيا په څېر د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته پر غړیتوب ورکولو بنديز ولګوي او خپل ځواکونه او وسلې دې بېرته د ختيځې اروپا هغو سیمو ته په شا کړي چې تر سړې جګړې وروسته په ۱۹۹۹ز کال کې د ناټو له پراختیا مخکې ځای پرځای شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG