د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ته د پاکستان ملي امنیت سلاکار سفر وځنډېد


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ شي خو په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دغه سفر د اوس لپاره ځنډېدلی دی.

د ځنډېدو د علت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم مشال راډیو ته وویل چې تراوسه نه ده څرګنده چې پاکستاني پلاوی به کله افغانستان ته راشي.

نوموړي وايي، "دا چې کله به راشي او د هیت په ترکیب کې به څومره کسان وي، تراوسه مشخص نه ده."

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي ول چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ یو پلاوی به په دوه ورځني سفر د جنورۍ پر ۱۸مه کابل ته ولاړ شي او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره به د ډیورند پر کرښه د اغزن تار د غزولو پر موضوع او د ملګروملتونو د غوښتنې پر اساس افغانستان ته د مرستو رسولو پر چارو خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG