د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالی خبریال حافظ ثناالله ومړ


حافظ ثناالله ۷۸ کلن وو - پخوانی انځور
حافظ ثناالله ۷۸ کلن وو - پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا سپین روبی خبریال او د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم د څانګې بنسټ اېښودونکی حافظ ثناالله وفات شو.

د نوموړي زوی محمد نعمان مشال راډیو ته وویل چې پلار یې له تېرو پنځو ورځو نه ناروغه وو او د جنورۍ په ۲۸مه نېټه یې په پېښور کې ساه ورکړه. نوموړی ۷۸ کاله وړاندې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې زوکړی وو خو د تعلیمي او صحافتي سرګرمیو په سلسله کې یې نږدې ټول عمر په پېښور کې تېر کړی وو.

د نوموړي په اړه ویل کېږي چې په ۱۹۷۸ کال کې د هغه په هڅو په پېښور پوهنتون کې د ژورنالېزم څانګه پرانیستل شوې وه. خو نوموړي تر هغې وړاندې او وروسته د کورنیو او نړیوالو خبري ادارو سره کار کړی دی.

په پېښور کې د اوصاف اخبار بیورو چیف مشال راډیو ته وویل چې نوموړی په پېښور پوهنتون کې د ژورنالېزم د ډېپارټمېنټ کې د حافظ ثناالله د لومړیو شاګردانو څخه وو. "د ژورنالېزم ډېپارټمېنټ په یوه خونه کې به موږ ته د صحافت درس راکول کېدو، په بله کمره کې به استادان ناست وو او یوه کمره د حافظ ثناالله وه. په ۱۹۸۸ کال کې د صحافت په لومړي صنف کې موږ ۵۵ زده کوونکي وو."

حافظ ثناالله په ۲۰۱۸م کال کې د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې دي نیوز ته په مرکه کې ویلي وو، په دې خوشاله دی چې سلګونه ځوانان او پېغلې یې د صحافت په میدان کې روزلي دي.

نوموړي له پېښوره د فرنټیر سټار په نوم د انګریزۍ ژبې یوه ورځپاڼه هم شروع کړې وه چې تر ډېرو کلونو پورې یې نشریات وکړل خو ډېر شهرت یې ترلاسه نه کړای شو.

د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې چیرمین فیض الله جان مشال راډیو ته وویل د حافظ ثناالله مړینه یوه ستره ضایع ده. "هغه د ټولو خبریالانو لپاره د یو محترم مشر حیثیت درلودلو، ټولو به د هغوی احترام کولو، د هغه له ټولو خلکو او په ځانګړي ډول د خپلو شاګردانو سره رویه دوستانه وه، موږ هغه کله هم په غصه نه و لیدلی."

د حافظ ثنا الله د زوی نعمان په وینا، پلار یې د هغه په ګډون دوه زامن او یوه لور تر شا پرېښودل. د هغه جنازه په پېښور کې وشوه او د نوتیې په لویه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG