د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې کابل کې خپل سفارت پرانیست 


د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزارت په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت د پرانیستو خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې د اروپايي ټولنې له استازو سره له پرله پسې لیدنو کتنو او تفاهم وروسته دې ټولنې په کابل کې د دایمي حضور لپاره خپل سفارت په رسمي توګه پرانیست او عملي کار یې پکې پیل کړ.

باختر دولتي خبري اژانس هم په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت د پرانېستو خبر تایید کړی دی.

که څه هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پر رسمي ټویټر په دې اړه څه نه دي ویل شوي او نړیوالو خبري اژانسونو هم تراوسه دا خبر نه دی ورکړی، خو د اروپايي ټولنې استازو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په اکتوبر میاشت کې ویلي ول چې په کابل کې د دې ټولنې د ګډې استازولۍ د پرانېستو په اړه غور کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG