د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حکومته د عدالت پوښتنه: خبریال مدثر نارو چېرته دی؟


د اسلام اباد های کورټ د جنورۍ پر ۱۸مه د لادرکه خبریال او ليکوال مدثر نارو د مقدمې اورېدنه وکړه.

د عدالت مشر قاضي اطهر من الله له حکومته پوښتلي چې د خبریال مدثر نارو د لادرکۍ په اړه ځواب ورکړي.

نوموړی له سرکاري وکیل جنرل خالد جاوېد څخه د عدالتي کارروايي پر مهال وپوښتل چې حکومت تر دې دمه د نارو د موندلو په اړه څه ګامونه پورته کړي دي؟

خو په ځواب کې سرکاري وکیل ورته ويلي، که څه هم پر حکومت د خلکو د لادرکۍ تورونه لګول کېږي خو دا د حکومت تګلاره نه ده بلکې د ورکو کسانو د موندلو لپاره یې کمیشن هم جوړ کړی.

اطهر من الله پر دې اړه وويل چې په هېواد کې د هر وګړي د لادرکۍ پوښتنه به نېغ په نېغه له وزیر اعظمه کېږي.

اټارني جنرل له عدالته د پوښتنو د ځوابولو لپاره د مهلت غوښتنه وکړه. د دې مقدمې بله اورېدنه به د فبرورۍ پر ۱۴مه کېږي.

خبريال مدثر نارو، چې د پاکستان له بېلا بېلو شخصي ټېلېويژن چينلونو سره يې کار کړی دی، د ۲۰۱۸ ز کال په اګست کې خپله مېرمن صدف چغتای او خپل زوی سچل، چې هغه وخت ايله د شپږو مياشتو وو، کاغان ته په چکر بيولي وو. نارو هم هلته لادرکه او تر ننه ورک دی.

د نوموړي مېرمن د خپل ورک خاوند مقدمه عدالت ته يوړه او ترڅنګ يې د خبريالانو او بشري حقونو او مدني فعالانو په مرسته د هغه د بازيابۍ لپاره احتجاجونه وکړل.

خو هغه د ۲۰۲۰ ز کال په مې کې د زړه درېدو له امله مړه شوه او اوسمهال د نارو بوډۍ مور او پلار له خپل ماشوم لمسي سره يوځای د هغه د موندلو لپاره د عدالتونو چکرونه وهي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG