د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: خیبر کې نور ټرېفیکي سرغړونې نه زغمو  


خیبر کې ټرېفیک پولیس
خیبر کې ټرېفیک پولیس

د فاټا په خیبر پښتونخوا کې تر ورګډیدو وروستو په خیبر ضلع کې د ټرېفیک قوانین عملي کړل شوي او په اړه یې ولسي پوهاوی هم پیل شوی دی.

د خیبر ټرېفیک د دفتر له مخې تر اوسه په ټوله ضلع کې څه باندې شپږ زره کسانو ته ډرایونګ لایسنسونه جاري شوي دي. ځایی ټرېفیک او های وې ټرېفیک په تېرو درېو کالونو کې تراوسه د ټرېفیکي سرغړونو پرسر څه باندې شپېته زره چالانونه کټ کړي دي او په دې مد کې یی څه باندې درې کروړه روپۍ جرمانې راټولې کړي دي.

د خیبر ضلعې د ټرېفیک او های وې ډي ایس پي مظهر خان مشال ريډیو ته وویل، په ټرېفیک قوانینو یې خلک پوهه کړي دي او په ۲۰۲۲ز کال کې به نرمي نه کیږي. نوموړی زیاتوي: "چې ډرایوینګ لایسنس اوس په خیبر کې دننه جوړیږي چې چا ته ملاو شي هغه د حکومت له خوا یو رسمي ډرایور وګرځول شي او اوس به د ځان پشمول د نورو خلکو خیال هم ساتي چې د خلکو د ځان او مال حفاظت وشي، چې څوک دا قوانین عملي کوي نو ژوند به یی محفوظ وي، موږ هڅه کوو چې پر لویو سرکونو لکه د خیبر درې پر لار هم ټرېفیک کنټرول کړو چې پېښې راکمې شي."

پاکستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې پکې په لوی شمېر ټرېفیکي پېښو کې هرکال ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوړي.

د جمرود یو فعال صدیق اپرېدی وایي، په خلکو کې د ټرېفیک قوانینو او ډرایوینګ لایسنس په اړه لا نور پوهاوې ته اړتیا ده، همدا رنګ پکار ده چې ټرېفیک عملې ته جدید تربیت ورکړل شي او په استعداد کې یی اضافه وکړل شي. د نوموړي په وینا د خیبر درې پر لویه لار په دستې توګه ټرېفیک سمبالول ګران کار دی خو پکار ده له وخت سره پر دې لار ټرېفیکي حادثې راکمې شي.

په ۲۰۱۸ کې د ۲۵م اییني بدلون لاندې فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شوې او هلته د پولیسو ټرېفیک عدالتي نظام غځول شوی دی او په مرحله واره توګه ورته نورې یوشمېر محکمې هم ورروانې دي.

XS
SM
MD
LG