د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې افغان کډوالو ته د کووېډ-۱۹ واکسین لګول پیل شوي


د خیبر پښتونخوا روغتیا چارواکي وايي، دا کیمپېن چې د جنورۍ پر ۱۳مه په نوښار کې د کډوالو له کیمپونو پیل شو، به تر مارچ پورې روان وي. انځور- ارشیف
د خیبر پښتونخوا روغتیا چارواکي وايي، دا کیمپېن چې د جنورۍ پر ۱۳مه په نوښار کې د کډوالو له کیمپونو پیل شو، به تر مارچ پورې روان وي. انځور- ارشیف

د خیبر پښتونخوا روغتیا ادارې په صوبه کې د افغان کډوالو په ۱۲ کیمپونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسیني کیمپېن پیل کړی دی.

د روغتیا په اداره کې د پروژې مشر ډاکتر افتخار علي د جنورۍ پر ۱۳مه مشال رادیو ته وویل، دا کیمپېن چې د جنورۍ پر ۱۳مه په نوښار کې د کډوالو له کیمپونو پیل شو، تر مارچ پورې به روان وي.

د نوموړي په خبره، هر هغه کډوال چې په پاکستان کې رجسټر وي، کولای شي چې واکسین شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه رجسټر افغان کډوال دي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې میشت دي.

افتخار البته دا ونه ویل چې ایا حکومت به هغه لکونه کډوال هم واکسینوي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او که څنګه؟

په همدې حال کې په ډېسېمبر کې د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې وویل چې د واکسینېدو لپاره یې د شناختي کارډ شرط ختم کړی دی.

هغې ادارې دا اقدام تر هغې وروسته وکړ چې د قبایلي سیمو زیاتره اوسېدونکي، په تېره ښځې، د شناختي کارډ نه لرلو له وجې له واکسینه د پاتې کېدو له ګواښ سره مخامخ شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG