د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، د 'اومېکرون' کورونا ضد نوی واکسین جوړوي


د معلوماتو له مخې د کورونا او میکرون بڼه د کورونا د نورو قسمونو پرتله، ډېر زر یو نه بل ته لګېږي خو شدت یې کم وي او په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره چې واکسینونه یې کړي وي.
د معلوماتو له مخې د کورونا او میکرون بڼه د کورونا د نورو قسمونو پرتله، ډېر زر یو نه بل ته لګېږي خو شدت یې کم وي او په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره چې واکسینونه یې کړي وي.

د امریکا د درمل جوړولو لوی شرکت فایزر مشر وایي. د خپل جرمنۍ همکارې کمپنۍ بایو اینټیک سره په ګډه یو واکسین جوړوي چې په ځانګړي ډول به د کورونا د اومیکرون بڼې په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي. دا خبره د امریکا د درمل جوړونې لویې ادارې مشر کړې ده.

البرټ بورلا د جنورۍ پر ۱۱مه وویل، د اومیکرون بڼې د مخنیوي لپاره دغه ځانګړي واکسین به د امریکا د درملو ادارې له منظورۍ وروسته تر مارچ میاشتې پورې تیار شي.

نوموړي وړاندې وویل، کېدای شي وروسته د کوېډـ ۱۹ ناروغۍ واکسین د زوکام د واکسینو په شان ځینو خلکو ته کال په کال ورکړل شي.

د معلوماتو له مخې د کورونا او میکرون بڼه د کورونا د نورو قسمونو پرتله، ډېر زر یو نه بل ته لګېږي خو شدت یې کم وي او په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره چې واکسینونه یې کړي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د جانز هاپکېنز پوهنتون لخوا، د جنورۍ پر ۱۱مه د خپرو شویو شمېرو له مخې په نړۍ کې د کورونا وبا ثبت شوې مثبتې شمېرې له ۳۰۰ میلیونه واوښتې.

د کورونا په اومېکرون بڼې چې ژر خپرېږي په لسګونو هېوادونو کې ګڼ کسان اخته شوي دي، خو هغه کسان چې واکسین یې کړی دی او په اومېکرون اخته شوي دي په هغوی کې د کورونا سختې نښې نه لیدل کېږي او د دې بڼې د مړینې کچه هم کمه ده.

پر دې سربیره روغتیایي متخصصان خبرداری ورکوي، که ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شي، په نړۍ کې به روغتیایي خدمات ټکني کړي.

که څه هم په نړۍ کې، د کورونا ثبت شوې مثبتې شمېرې له ۳۰۰ میلیونه اوښتې دي، داسې باور کېږي چې په ټوله نړۍ کې به اصلي شمېرې تر دې څو برابره زیاتې وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، تر اوسه نېږدې پنځه نیم میلیونه کسان په نړۍ کې کورونا وژلي دي او داسې اټکل کېږي چې دا شمېرې به هم دوه درې برابره تر دې ډېرې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG