د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: امنیتي ودانۍ کې د ډزو پېښه کې ۴ سرتېري وژل شوي


د خیبر د پولیسو مشر عمران خان مشال راډیو ته په استولي لیکلي پیغام کې ویلي چې د جنورۍ نهمې "پېښه د پوځ داخلي موضوع" ده او هغوی ورسره په دې اړه رابطه نه ده کړې.
د خیبر د پولیسو مشر عمران خان مشال راډیو ته په استولي لیکلي پیغام کې ویلي چې د جنورۍ نهمې "پېښه د پوځ داخلي موضوع" ده او هغوی ورسره په دې اړه رابطه نه ده کړې.

چارواکي او سرچینې وايي، په قبایلي سیمه خیبر کې د ډزو په پېښه کې د پوځ د یوه صوبېدار په ګډون څلور سرتېري وژل شوي دي.

په خیبر کې یوه سرکاري چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه د جنورۍ پر نهمه په شاه کڅ کې د یوې امنیتي ودانۍ دننه د پوځ تر واک لاندې برخه کې شوې ده.

ده وویل، په هغه ځای کې د پوځ یوه صوبېدار پر خپلو ملګرو ډزې وکړې او بیا یې خپل ځان هم وواژه.

په پېښور کې د کمباینډ مېلېټري هسپتال (سي اېم اېچ) یوه چارواکي تایید کړه چې روغتون ته د څلور امنیتي سرتېرو مړي وروړل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د ډزو د پېښې لامل او موخه څه وه.

خو ځینې نورې سرچینې وايي چې دا پېښه په امنیتي ودانۍ کې دننه په هغه مرکز کې شوې چې پکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د یوشمېر اسلامپاله وسله والو ډلو غړي ساتل کېږي.

د هغې ودانۍ دننه درې مختلفو سرچینو مشال راډیو ته وویل، په مرکز کې دننه یو وسله وال څلور پوځیان ووژل.

دوی وايي، د پوځ تر واک لاندې هغه مرکز د بیاتعلیم او بیاروزنې لپاره کارېږي چې ورڅخه تر فارغېدو وروسته پخواني وسله وال په ټولنه کې عادي ژوند پرمخ وړلای شي.

خو سرچینو دا روښانه نه کړای شوه چې ایا هغه کس له سرتېرو څخه وسله واخیسته او بیا یې ورباندې ډزې وکړې او که نه وار له مخه یې له ځان سره وسله لرله.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د چارواکو او د سرچینو د څرګندونو تصدیق نه شي کولای ځکه چې خبریالان هغې ودانۍ ته د دننه ورتګ اجازه نه لري.

په هغه ودانۍ کې د مرکز ترڅنګ د لېویز ځواک سرتېري، پولیس او پوځیان پاتې کېږي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) چارواکو هم د دې خبر تر خپرېدو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

اخوا د خیبر د پولیسو مشر عمران خان مشال راډیو ته په استولي لیکلي پیغام کې ویلي چې د جنورۍ نهمې "پېښه د پوځ داخلي موضوع" ده او هغوی ورسره په دې اړه رابطه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG