د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اومېکرون بڼه د ډېلټا بڼې پرتله خلک ډېر سخت نه ناروغوي


د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) چارواکي وايي، په چټکۍ د کورونا وایرس نوې خپرېدونکې اومېکرون بڼه پر نړیوال کچ د غالبې ډېلټا بڼې پرتله خلک ډېر سخت نه ناروغوي خو ناروغي یې باید "معتدله" و نه بلل شي.

د ډبلیو اېچ او د طبي چارو د انتظام مشرې جینېټ ډيياز د جنورۍ پر شپږمه وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د ډېلټا بڼې په نسبت په اومېکرون بڼې اخته کسان په روغتونونو کې د بسترېدو له کم خطر سره مخامخ دي.

اومېکرون بڼه په نومبر کې په جنوبي افریقا او هانګ کانګ کې وموندل شوه. ډییاز په جینیوا کې د روغتیا نړیوال سازمان په مرکزي دفتر کې خبري غونډې ته وویل، داسې ښکاري چې د ځوانانو او پوخ زیات عمر لرونکو دواړو د سخت ناروغېدو خطر کم دی.

د سازمان مشر تېدروس ایدهانوم ګیبریېسس پرونۍ خبري غونډې ته وویل:"داسې ښکاري چې د ډېلټا پرتله په اومېکرون بڼه وړجن کسان، په ځانګړي ډول، واکسین شوي خلک ډېر سخت نه ناروغېږي خو د دې خبرې دا معنا نه ده چې د اومېکرون بڼې ناروغي دې معتدله وبلل شي."

ده وویل:" د پخوانیو بڼو په څېر، د اومېکرون له وجې هم خلک په روغتونونو کې بسترېږي او له ناروغۍ مري."

هغه پر داسې مهال د وبا د "څونامۍ" خبرداری ورکړ چې پر نړیوال کچ پېښې په بېساري ډول په زیاتېدو دي.

ګیبریېسس وویل، د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اوونۍ کې په ټوله نړۍ کې نهه نیم مېلیونه پېښې ثبت کړې دي چې د تېرې اوونۍ پرتله ۷۱ فیصده زیاتې دي.

ده وویل، کېدای شي ارقام تر دې هم لوړ وي ځکه چې ډېری هېوادونه کافي خلک نه معاینه کوي یا له ځينو سیمو څخه بشپړ رپورټونه نه وررسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو پر خلکو غږ وکړ چې د وبا پر وړاندې د جنګېدو لپاره د واکسینېدو په ګډون په جدي ډول احتیاطي تدابیر عملي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG