د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د ورښتونو له وجې افغانستان کې بیړنی حالت اعلان کړ


د کابل ښار په ګډون د افغانستان په یوشمېر برخو کې ورښتونه شوي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ درېیمې انځور.
د کابل ښار په ګډون د افغانستان په یوشمېر برخو کې ورښتونه شوي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ درېیمې انځور.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ورښتونو له وجې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د ډېسېمبر له پای راهیسې د واورو او بارانونو ورېدو سلسله روانه ده چې له وجې یې په شمال کې د سالنګ لارې تړل شوې دي او په جنوبي ولایتونو کې سېلاوونه هم راغلي دی چې پکې د مرګ ژوبلې رپورټونه هم شته.

د طالبانو په حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د وزارت یوه چارواکي محمد امین وزیري د جنورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، د جنورۍ پر پینځمه یې په ولایتونو کې ادارو ته هدایت ورکړی او "بیړنی حالت مو اعلان کړ."

وزیري وویل، "هر ولایت" ته یې وار له مخه مرستندویه "مواد لېږدولي" دي چې چارواکي یې ضرورتمندو کسانو ته ورکړي او د بندو لارو د پرانیستو لپاره "له خصوصي شرکتونو او فواید عامه وزارت سره په تماس کې یو."

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د واورینو کمرونو نړیدو او سېلاوونو له وجې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یوشمېر کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

وزیري وايي، په شمال ختیز بدخشان ولایت کې د واورین کمر نړېدو له وجې پینځه کسان وژل شوي او په نیمروز او فراه کې په سېلاوونو کې د یو کس د مرګ خبر دی. نوموړي زیاته کړه چې په یوشمېر ولایتونو کې د ورښتونو له وجې لویې لارې تړل شوې دي.

په جنوبي ولایتونو کې تر ټولو زیات سېلاوونه په هېلمند کې راغلي چې له وجې یې د ناد علي او ګرشک ولسوالیو ترمینځ یوشمېر خلک بند پاتې دي. د هېلمند له واشیر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو څخه د یوشمېر کورونو د نړېدو خبرونه هم راغلي دي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم.

په کابل ښار کې واوره ورېدلې - انځور له ارشیفه
په کابل ښار کې واوره ورېدلې - انځور له ارشیفه

هلته په افغانستان کې تر اوږدمهالې وچکالۍ وروسته خلک ورښتونو ته خوشاله دي خو په عین حال کې د خپلو ستونزو یادونه هم کوي.

یوه کاریګر یار محمد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د واورې او باران له وجې کار نه لري خو بیا هم "د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره د خدای په هیله په دې باران او واوره کې راوتلی یم."

دی البته خوشاله دی چې واوره د اوبو زېرمې زیاتوي چې ورسره به حاصلات زیات شي.

خو له بلخه کابل ته کډوال شوي شاه زمان اسوشیېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې ډوډۍ او د کور د تودولو وسایل نه لري. "هېڅ شی هم نه شته، دا واوره ورېدلې. ماشومان مې وتلي دي که پلاستیک څه شي پیدا یې کړي چې هغه وسوځوو."

په اوروزګان ولایت کې تر یو نیم کال ځنډ وروسته بارانونه ورېدلي. د هغه ولایت یوه بزګر نوري علي له مشال راډیو سره په خبرو کې خوشالي وښوده او و یې ویل، "داسې دی چې وطن ګرد وچ کلک وو. غنم مو همداسې بې اوبو ول. ډېر پرې خوشاله یم. شپږ اووه جریبه ځمکه لرم بیخې مو کرلې نه وه."

XS
SM
MD
LG