د لاسرسي ځای

تازه خبر

لنډي کوتل کې د مالونو رسد او د سرحدونو د انتظام ادارې پرضد احتجاج روان دی


د خيبر لنډي کوتل خوګاخیل قبیلې وګړو د جنورۍ پر څلورمه په تورخم کې د مالونو د رسد او د سرحدونو د انتظام ادارې یا نېشنل لاجسټک سیل پرضد احتجاج پیل کړی دی.

دوی وايي چې دې ادارې په تورخم کې له دوی سره کړې لوظنامې څخه سرغړونه کړې او تر ټاکل شوي حد يې زیاتې ځمکې ورڅخه لاندې کړي او سرکاري تعمیرات یې ورباندې پيل کړي دي.

د خوګاخیل قوم د وګړيو په وينا، دوی په تورخم کې وخت په وخت د میاشتنې مراعاتو او ګټې په بدل کې نېشنل لاجسټک سيل ته له خپل مشترکه جایداد څخه لږ برخه ورکړې وه خو د دې ادارې چارواکو اوس يو خوا زياته ځمکه نيولې او بلخوا يې د دوی د میاشتنۍ ګټې فیصدي یې هم کمه کړې ده.

خو د دې ادارې يو چارواکي ریټایرډ کرنل عزیز خټک د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د ۲۰۱۶ز کال د لوظنامې له مخې خوګاخيل قوم ۳۰۰ کناله ځمکه ورکړې وه چې بيا يې ورسره په ۲۰۲۱ز کال کې د ۹۰۰ کناله نورې ځمکې لپاره بله لوظنامه وکړه.

د نوموړي په وينا، پر هغه لوظنامه د قوم زياتره مشرانو لاسليکونه کړي دي خو ځينې نور يې بيا نه مني.

بلخوا احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې وروستۍ لوظنامه کې بدلون شوی او احتجاج به یې تر هغه وخته روان وي چې يادې ادارې تعمیراتي کارونه نه وي بند کړي.

XS
SM
MD
LG