د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا د اوکرايني الوتکو د شپږو وژل شویو مسافرو کورنيو ته د معاوضې ورکولو پرېکړه کړې


په تهران کې پرېوتې د اوکراینۍ الوتکې ملبه. د۲۰۲۰ز کال د جنورۍ اتمه.
په تهران کې پرېوتې د اوکراینۍ الوتکې ملبه. د۲۰۲۰ز کال د جنورۍ اتمه.

دوه کاله مخکې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک لخوا د ويشتل شوې اوکراينۍ الوتکې د شپږو وژل شويو مسافرو کورنيو ته د کاناډا يو عدالت د ۸۴ میليونه ډالرو معاوضې ورکولو پرېکړه کړې ده.

د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ میاشت کې د تهران له هوايي ډګره تر الوت لږ شېبه وروسته د دې الوتکې ټول ۱۷۶ مسافر هغه مهال ووژل شول چې د ایران انقلابي ځواک دا الوتکه وويشته.

په دغو مسافرو کې تر ۱۳۰ زيات د کاناډا ول.

د جنورۍ پر درېیمه د هغو وژل شويو مسافرو خپلوانو ته د معاوضې ورکولو پرېکړه اعلان شوه چې د ایران او هغو نورو چارواکو پر ضد يې مقدمه درج کړې وه چې د دوی په اند د دې پېښې ممکنه ذمه وار ول.

ایران په عدالت کې خپله دفاع ونکړه. د وژل شويو کسانو د خپلوانو وکيل په يو بیان کې ويلي چې د هغه همکاران به د دې معاوضې تر لاسه کولو لپاره د تيلو د ټانکرونو تر څنګ د نورو ایراني اثاثو د ضبط کولو لارې چارې ګوري.

په مې میاشت کې هم دغه عدالت په يوه پرېکړه کې د مسافرو د دې الوتکې تباه کول يو ارادي ترهګریز عمل بللی و خو ایران دغه پرېکړه شرمناکه بللې وه.

تر دې مخکې ایراني ځواکونو منلې وه چې د دوی ځواکونو هغه مهال د اوکراين سرښار کیف ته تلونکې دا الوتکه په غلطۍ سره په نښه کړه چې د امریکا لخوا د ایراني کومندان قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته له امریکا سره په کړکېچ کې وو او ځواکونه يې د جدي تیارسي په حال کې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG