د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا نوې څپې خپرېدو سربېره په زياترو هېوادونو کې د نوي کال جشنونه ولمانځل شول


ارشیف
ارشیف

د ۲۰۲۲م کال د پیل جشنونه د نړۍ په ځینو ښارونو کې ولمانځل شول، خو بیا هم محدودیتونه زیات ول.

اسټرالیا او نیوزیلېنډ

د اسټرالیا سیډني او د نیوزیلېنډ اکلېنډ ښارونه تل تر نورو ښارونو د نوي کال پیل مخکې لمانځي چې سږ کال یې هم تر زیاتو محدودیتونو لاندې دغه جشن ولمانځه.

په سیډني ښار کې د نوي کال د پیل د مراسمو په درشل کې اسټرالیا د ډېسېمبر پر ۳۱مه، په کورونا وایرس د ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۲زره زیاتې وې.

هانک کانګ

هانګ کانګ په ځانګړو مراسمو او موسيقۍ د نوي میلادي کال پیل ولمانځه.

فرانسه او بریتانیا

په اروپا کې سږکال د نوي میلادي کال د پیل د لمانځلو جشنونه پیکه ول، ځکه د کورونا وایرس نوې بڼې اومېکرون اندېښنې زیاتې کړې دي. په پاریس او لندن کې هم د اورلوبو مراسم لغوه شول. اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې په بریتانیا کې د کورونا وايرس په لسګونو زرو مثبتو پېښو کې ۹۰ فیصده یې د اومېکرون بڼې دي. د نوي کال تر پیل څو ساعته مخکې په پاریس کې د ماسکونو کارول جبري شول.

ایټالیا

په ایټالیا کې تر نوي میلادي کال یوه ورځ مخکې، په ورځني ډول د کورونا وايرس خورا زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې نېږدې یو لک او ۲۷ زره وې.

د اروپا د ختیځ هېوادونه هم د نوي میلادي کال په پیل کې بد وضعیت تجربه کوي.

روسیه، پولېنډ او اوکراین

د هغو شمېرو له مخې چې رویټرز خبري اژانس د ډېسېمبر پر ۳۱مه خپاره کړل، د اروپا په ختیځ کې د کورونا وبا له کبله د مړینو شمېر یو میلیونو ته ورسېد. زیاتې مړینې په روسیه، پولېنډ او اوکراین کې ثبت شوې دي.

د اروپا په ختیځ کې د کورونا وبا له کبله د مړینو شمېر یو میلیونو ته ورسېد
د اروپا په ختیځ کې د کورونا وبا له کبله د مړینو شمېر یو میلیونو ته ورسېد

د رویټرز اژانس د دغه راپور له مخې، اوس روسیه، د کورونا وايرس له کبله د مړینو د شمېر له مخې تر برازیل مخکې شوې او په نړۍ کې دویم ځای لري.

چېک جمهوریت او هنګري

د ختیځې اروپا چېک جمهوریت او هنګري هغه هېوادونه بلل شوي چې زیات خلک په کې د کورونا وایرس پر وړاندې واکسین شوي دي، خو د نوي کال د مراسمو پرمهال په کې محدودیتونه جدي ول.

چین

چین، چې کورونا وایرس په کې په لومړي ځل کشف شو، اوس د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

په ټوله کې نړیوال، په ځانګړي ډول روغتیايي سازمانونه او بنسټونه اندېښنه لري، ځکه د نړۍ په زیاتو برخو کې مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG