د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني وايي، سږ کال تر ۱۱ زره زيات ناقانونه کډوال ورغلي دي


په بېلاروس کې مېشت کډوال. انځور - ارشیف
په بېلاروس کې مېشت کډوال. انځور - ارشیف

د جرمني پولیس وایي، سږ کال تر ۱۱ زره زيات ناقانونه کډوال له بېلاروس څخه د پولېنډ له لارې دغه هېواد ته ور اوښتي دي.

اروپایي ټولنه تور پورې کوي چې د بېلاروس الياکسانډر لوکاشينکا د منځني ختيځ زياتره کډوالو ته لاره ورکوي چې د پولېنډ او د اروپايي اتحاديې نورو غړيو هېوادونو لکه ليتويا او ليتوانيا پولو ته ځان ورسوي.

د اروپايي اتحاديې په خبره لوکاشينکا دا هرڅه د لوېديځو هېوادونو د بندېزونو په غبرګون کې د هغوی پرضد د يوې هايبريډ يا مرکب حملې په توګه کاروي. زياتره ناقانونه کډوال جرمني ته ځان رسول غواړي.

د جرمني فېډرالي پوليسو د ډېسمېبر پر ۲۷مه په يو بيان کې وويل چې سږ کال ۱۱،۱۶۲ ناقانونه کډوال د بېلاروس له لارې دې هېواد ته داخل شوي دي.په دې کې ۹۵ سلنه پېښې د اګست او نومبر مياشتو په منځ کې رامنځ ته شوي دي.

پوليسو زياته کړې چې اوسمهال د ناقانونه کډوالو په ورتګ کې کمی راغلی. د دوی د معلوماتو له مخې، روانه ډېسېمبر میاشت کې یوازې ۴۷۰ تنه له دې لارې ورغلي، حال دا چې په اکتوبر او نومبر میاشتو کې دا شمېر تر ۸۰۰۰ زيات و.

د بېلاروس له لارې اروپا ته د کډوالو د کموالي لامل د لوکاشينکا د رژیم په تګلاره کې له هغه وروسته بدلون ښودل شوی چې د اروپایي ټولنې تر پنځم پړاو بندیزونو وروسته رامنځته شوی او پر نورو هېوادونو هم فشار راوستل شوی چې د کډوالو مخه ونيسي.

په دې کډوالو کې د منځني ختيځ، افريقا او افغانستان اتباع شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG