د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا له افغانستانه د زرګونه کسانو ایستلو بهیر بیا پیلوي


د برتانیې حکومت وايي، تر ۲۰،۰۰۰ پورې افغانان له هېواده باسي - انځور له ارشیفه
د برتانیې حکومت وايي، تر ۲۰،۰۰۰ پورې افغانان له هېواده باسي - انځور له ارشیفه

د برتانیا حکومت اعلان کړی چې له جنورۍ میاشتې د زرګونه افغانانو د ایستلو بهیر بیا پیلوي.

د برتانیا حکومت د ډېسېمبر پر ۲۳مه په دې اړه یوه مفصله اعلامیه خپره کړې ده چې پکې راغلي چې د هغه هېواد وزیرانو سلا وکړه چې تر ۲۰،۰۰۰ پورې هغه افغانان به له افغانستانه باسي چې ژوند یې په خطر کې دی.

برتانیا ته د افغانانو ته لېږد او د مېشتولو چارو وزیرې وېکټوریا ایټکېنز ویلي، د افغان وګړو د مېشتولو بهیر به هغو ته یوه قانوني او خوندي لار برابره کړي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته برتانیا، امریکا او یوشمېر نورو غربي هېوادونو خپل وګړي او لسګونه زره هغه افغانان له هېواده وایستل چې د هغو هېوادونو له پوځیانو، حکومتي او ناحکومتي ادارو سره یې کار کاوه.

برتانیا وايي، په اګست کې یې ۱۵،۰۰۰ افغانان له هېواده وایستل.

له تازه اعلامیې سره سم، لندن به هغه کسان له هېواده باسي چې له برتانیويو ادارو سره یې کار کړی وو یا د ولسواکۍ، بشري حقونو او د بیان ازادۍ په څېر "بنسټیزو ارزښتونو" د دودولو هڅې یې یې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG