د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایران دې د اوکراینۍ الوتکې قربانیانو کورنیو ته معاوضه ورکړي"


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

اوکراین، کاناډا، سویډن او برتانیې ایران ته د درې اوونیو وخت ورکړی دی چې تېر کال د اوکراینۍ مساپر وړونکې الوتکې د غورځولو په پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته د تاوان له ورکولو څخه له انکاره لاس واخلي.

هغو څلورو هېوادونو د ډېسېمبر پر ۱۶مه، په ګډ بیان کې وویل چې د همغږۍ ډلې صبر په ختمېدو دی او زیاته یې کړه، تهران ته یې ویلي چې که د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ تر پینځمې پورې یې ځواب ورنکړ نو هغوی به د دې مسلې د هواري لپاره د نړیوال قانون په چوکاټ کې پر اقداماتو جدي غور وکړي. یادو هېوادونو په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر اتمه د اوکرایني هوايي شرکت یوه الوتکه چې کییف ته پر لاره وه، غورځېدلې وه چې پکې سپاره ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي ول.

په دغو کې، تر ۱۳۰ زیات مساپرو له کاناډا سره تړاو لاره خو پکې د افغانستان، برتانیا، ایران، اوکراین او سویډن وګړي او اوسېدونکي هم وژل شوي ول.

ایران تر څو ورځو انکار وروسته ومنله چې د انقلاب ساتونکي ځواک یوې ډلې له امریکا سره د زیاتې ترینګلتیا په حال کې دوه توغندي وویشتل او په غلطۍ یې الوتکه وغورځوله.

د څلورو هېوادونو ډلې، د ډېسېمبر پر ۱۶مه وویل چې ایران د تاوان او پر وخت د انصاف ورکولو په اړه د خبرو پیلولو ته زړه نا زړه دی.

د وژل شویو د کورنیو غړو تېره میاشت په یوه رپورټ کې ویلي ول چې د پېښې ذمه وار لوړپوړي ایراني چارواکي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG