د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې خبریالان له تاوتریخوالي سره مخامخ دي


د خبریالانو د دفاع بنسټونه وايي، په افغانستان کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی روان دی - انځور له ارشیفه
د خبریالانو د دفاع بنسټونه وايي، په افغانستان کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی روان دی - انځور له ارشیفه

په داسې حال کې چې د خبریالانو خوندیتوب نړیوالې کمېټې ۲۰۲۱ز کال د افغانستان خبریالانو لپاره خونړی هېواد بللی، په هغه هېواد کې د خبریالانو د دفاع بنسټونه وایي، روان کال شپږ خبریالان وژل شوي او لسګونه نور له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو دفاع کمېټې مسول او د ازادو ژورنالستانو د ټولنې مرستیال عبدالمعید هاشمي د ډېسېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، اوس چې پر افغانستان طالبان واکمن دي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې موجودې دي. "۲۰۲۱ز کال، وړاندې تر دې چې پر افغانستان طالبان واکمن شي، د وژنو برخه کې د خبریالانو لپاره یو خونړۍ موده وه، شپږ خبریالان شهیدان شول چې ډېری یې ښځینه خبریالانې وې. اوس هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې نه دي کمې شوي، خو د خبریالانو د وژنو پېښې تقریباً صفر شوي دي، زموږ هیله دا ده چې عام وسله وال طالبان به له خبریالانو سره د سلوک په اړه [وروزل شي] او تمه شته چې د خبریالانو پر وړاندې د ناسم چلند قضیې هم پای ومومي."

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په نړۍ کې د بندي خبریالانو په کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۰۱ز کال په ۳۷ هېوادونو کې ۲۹۳ خبریالان بندیان ول چې دا په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ډېر شمېر دی.

په کابل کې د لاریون پر مهال د خبریالانو وهلو ویډیو

کابل کې طالبانو د ښځو د لاریون پرمهال خبریالان وډبول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00

د دې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۱ز کال په نړۍ کې ۴۲ خبریالان وژل شوي چې تر ټولو ډېر یې افغانستان کې وژل شوي دي.

د راپور پر بنسټ، په تېرو ۲۰ کلونو کې هم تر ټولو ډېر خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د افغان د خبریالانو دفاع کمېټې مسول او د ازادو ژورنالېسټانو د ټولنې مرستیال عبدالمعید هاشمي وایي، سږکال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو دقیق شمېر نه شته، خو په تېر ۲۰۲۰ز کال کې په بېلابېلو پېښو کې اته خبریالان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي ول.

نوموړی وایي، دا شان په هغه کال کې ۴۵ خبریالان ګواښل شوي او شپږ نور بندیان شوي ول.

هاشمي وایي، د تېر جمهوري نظام وروستۍ میاشتې د خبریالانو لپاره خونړۍ وې چې ځینې خبریالان پکې په "مرموز ډول ووژل" شول او وژونکي یې معلوم نه شول.

هغه وخت حکومت د خبریالانو وژونکي طالبان بللي ول، خو طالبانو دا تور رد کړی وو.

عبدالمعید هاشمي وایي، په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې نېږدې ۱۰۰ خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او له حکومت سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۵۰ قضیې ثبت وې چې د څېړنو ژمنه یې شوې وه، خو تر اخره یې په اړه پلټنې و نه شوې او عاملین یې سزا نه شول.

هاشمي وايي، لا هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې شته، دا شان معلوماتو ته د خبریالانو نه لاسرسی یې پر وړاندې بله جدي ستونزه ده.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یوازې د ازادي راډیو څلور خبریالان وژل شوي دي. سباوون کاکړ، عباد الله حنان زی، فرشته محرم درانۍ او محمد الیاس داعي د ازادي راډیو هغه خبریالان دي چې د دندې پرمهال وژل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت وایي، هڅه یې کړې چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو مخه ونیسي او معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، "د اسلامي امارت په راتګ هېڅ خبریال نه دی وژل شوی، البته په کاري ساحه کې کله کله ورته ستونزې پېښې شوي چې بېلابېل لاملونه یې درلودل. له خبریالانو سره زموږ د وسله والو او خبریالانو ترمینځ نابلدتیا چې له امله یې ناسم پوهاوی رامنځته کېده او ستونزې پېښېدې. دا شان یو لوی بدلون راغی، نو هر څه دومره ژر عادي کېدل سخت ول خو اوس موږ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د مخنیوي لپاره یوه کمېټه رامنځته کړې چې ستونزې ډېرې راکمې شوي دي."

مجاهد وایي، که خبریالان د خپلو قضيو په اړه محاکمو ته عارض شي نو رسېدنه به ورته وشي او په وینا یې په تېرو څلورو میاشتو کې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی د خبریالانو د وژنې هېڅ پېښه نه ده شوې.

په افغانستان د خبریالانو د حقونو د دفاع بنسټونو هم ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې پر افغانستان د طالبانو د واکمني له پیل راهیسې په دې هېواد کې نېږدې دوه زره ښځینه خبریالانې بې دندو شوي او شاوخوا ۲۲۱ رسنۍ تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG