د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د ګرانۍ کمولو لپاره ګامونه اخلم


د پاکستان وزيراعظم عمران خان
د پاکستان وزيراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې حکومت د ګرانۍ قابو کولو لپاره اقدامات پیل کړي دي او ډېر ژر به د شیانو نرخونه کم شي.

نوموړي د دیسمبر پر ۱۱مه د پنجاب په میاوالي کې جلسې ته وویل چې په پاکستان کې اوس هم د نړۍ د نورو هېوادونو پرتله ګراني کمه ده.

وزیراعظم د نرخونو کمولو دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان شماریاتو ادارې له تازه شمېرو سره سم، په روانه اونۍ کې په هېواد کې د ګرانۍ شرح ۱۸ اعشاریه پنځه ثبت شوې ده او یادې ادارې د شیانو نرخونه د نور زیاتېدو هم ویلي دي.

په پاکستان کې د درامداتو زیاتېدو او د برامداتو کمېدل او همداراز د تېلو د بیو لوړېدل د انفلېشن او ګرانۍ لاملونه بلل کېږي. عمران خان د نومبر پر درېیمه پر ولس د ګرانۍ بار کمولو په موخه پر یوشمېر خوراکي شیانو د ۱۲۰ اربه روپیو رعایت ورکولو اعلان کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG