د سوات سنان محبوب په راولپنډۍ کې ځوانانو ته رباب ورزده کوي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د سوات د مېنګورې يو ځوان رباب غږوونکی سنان محبوب دی. نوموړي د پوهنتون له خپلو درسونو سره سره د رباب زده کړې ته هم وخت ورکړی دی. محبوب له رباب سره د پام وړ شمېر تعليم يافته ځوانانو شوق ته په کتو په راولپنډۍ کې د دې ساز د زده کړو يو مرکز جوړ کړی دی. د محبوب د دې هنري هلو ځلو په اړه د ده خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
دسمبر ۱۵, ۲۰۲۲
عرفان کمال وايي د هنر په مټ "په تش جېب باچا" دی
-
دسمبر ۰۸, ۲۰۲۲
شوکت محمود وايي ولسمشریزې جايزې يې حوصله لوړه کړې
-
نومبر ۱۰, ۲۰۲۲
په اسلام اباد کې د بلال خان بلال د "اهنګ کدې" فعاليتونه