د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ څاڅکو ورکولو درې ورځنی بهیر پیل شوی


د پاکستان په نورو برخو کې دا بهیر د ډېسېمبر له ۱۳مې پیلېږي. انځور- ارشیف
د پاکستان په نورو برخو کې دا بهیر د ډېسېمبر له ۱۳مې پیلېږي. انځور- ارشیف

د ډېسېمبر له ۱۰مې نېټې څخه په خیبر پښتونخوا صوبه کې ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) څاڅکو ورکولو درې ورځنی بهیر پیل شو.

د ملک په نورو برخو کې دا بهیر د ډېسېمبر له ۱۳مې پیلېږي.

د پاکستان روغتیا وزارت ویلي چې په ټول پاکستان کې به له ۴۰ میلیونو څخه زیاتو هغو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې له پينځو کالو نه کم وي.

د روغتیا په چارو کې د پاکستان وزیراعظم ځانګړي سلاکار ډاکټر فیصل سلطان د ډېسېمبر پر ۱۰مه ویلي، هغوی به هڅه کوي چې د پولیو د واکسینو د دغه کمپاین پر مهال ټولو اړمنو ماشومانو ته ټیمونه ورسوي.

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې په دې لړ کې دې له حکومت سره مرسته وکړي.

اوس مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې ماشومان د ګوزڼ ښکار کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG