د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي پي جې: سږنی کال د خبریالانو لپاره تور کال وو


د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ یو سکرین شاټ
د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ یو سکرین شاټ

خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ (سي پي جې) په یوه راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۱ز کال کې په نړۍ کې د زنداني خبريالانو شمېر يو بل ريکارډ جوړ کړی چې د مطبوعاتو د ازادۍ د مدافعينو لپاره "په ځانګړې توګه يو تور کال" وو.

سي پي جې نن (د ډېسېمبر پر نهمه) په خپل يو خپور کړي راپور کې ويلي چې په روان کال کې د هغو خبريالانو شمېر چې د خپل کار له امله زنداني شوي ۲۹۳ ته رسېدلی، چې يو نړيوال ريکارډ دی. په ۲۰۲۰ز کال کې دا شمېر ۲۸۰ وو.

دا پرله پسې شپږم کال دی چې سازمان لږ تر لږه د ۲۵۰ خبريالانو د بندي کېدو قضيې ثبت کړې دي. د دې ترڅنګ د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې ۱۹ خبريالان د دوی د کار په غچ کې وژل شوي.

په راپور کې ويل شوي چې ۱۸ نور خبريالان په داسې ډول مړه شوي چې دا لا معلومه نه ده ايا دوی د خپل کار له وجې په نښه شوي او که څنګه. دا شان سږکال درې نور خبريالان له جنګ ځپلو سیمو او دوه د لاريونونو پرمهال د راپورونو ورکولو پر وخت وژل شوي.

دا درېيم کال دی چې چین په پرله پسې توګه د ژورنالیستانو لپاره د نړۍ ترټولو بد هېواد پاتې دی چې ۵۰ خبريالان پکې زنداني دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG