د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سريلنکايي وګړي د وژنې پېښې په پاکستان کې پر پانګه اچونې ممکنه اغېز؟


د سريلنکايي وګړي د وژنې پېښې په پاکستان کې پر پانګه اچونې ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:30 0:00

د ډېسېمبر پر درېيمه نېټه د پاکستان په سيالکوټ ښار کې بلوه ګرو بې له څه ثبوته يو سريلنکايي وګړی پريانتا کمار په وهلو ټکولو تر وژلو وروسته سوځولی وو. نوموړی له تېرو لسو کالونو راهيسې په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو. يو بهرنۍ وګړی په داسې حال کې وژل شوی چې پاکستان له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او هڅه کوي چې بهرني پانګه وال په هېواد کې سرمايه کارۍ ته وهڅوي. پوښتنه دا ده چې په يوه کارخانه کې د يوه بهرني وګړي وژنه نړيوال پانګه والو ته څه پېغام ورکړي او دا به د سرمايه کارۍ له پلوه پر پاکستان کوم ممکنه اغېز وکړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي.

XS
SM
MD
LG