د کرښې پر غاړه کې د بلوچستان په سیاسي او امنیتي صورتحال بحث
په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د ډاکټرانو، ولسي وګړو، زده کوونکو او سیاسي فعالانو لخوا احتجاجي مظاهرې شوي دي، د بلوچستان ګورنر د یو فرمان له لارې د مظاهرو لپاره د سړکونو په تړلو بندیزونه عملي کړي دي. حکومت د ډاکټرانو د اتحادیې ځینې مشران نیولي او د عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ژغورنې غورځنګ د بلوچستان په مشرانو یې مقدمې درج کړي دي. د کرښې پر غاړه خپرونه کې د بلوچستان په سیاسي او امنیتي صورتحال بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
برخې
-
فبروري 25, 2025د تورخم لاره د تیرې اونۍ راهیسې تړلی پرته ده
-
فبروري 11, 2025پښتونخوا کې د امن جرګو سربیره ولې امنیت خراب دی؟
-
جنوري 21, 2025څېړونکي وايي د باچاخان فکر د پښتنو د وطن بحران هوارولی شي
-
جنوري 07, 2025د سولي پر تړون سربېره کورمه ولې له ناکرارۍ سره مخامخ ده
-
دسمبر 17, 2024پر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي راپور ولې نه په ډاګه کېږي؟