د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: که روسیه پر اوکراین برید وکړي له اقتصادي بندیزونو سره به مخ شي


(ښی- کین) د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
(ښی- کین) د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

امریکا روس ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکرین برید وکړي نو له بندیزونو سره به مخ شي.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین ته ویلي چې که ماسکو په اوکرین برید کوي نو د سزا په توګه به د سختو اقتصادي او نورو اقداماتو سره مخامخ کېږي.

دواړو مشرانو د دېسېمبر اوومه ویډیوي غونډه کړې ده.

سږکال په جنورۍ کې د ولسمشر جوړېدو راهیسې بایډن له پوټین سره په درېیم وار نیغ به نیغه خبرې وکړې.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې د امریکا او روس اړېکې لا له وړاندې د تناو ښکار دي او کېدای شي چې په اوکرین د روسي ځواکونو د ممکنه برید له وجې نورې خرابې شي.

په تېرو څو میاشتو کې پوټین او نورو روسي چارواکو ویلي په ناټو کې د اوکراین شامیلېدل د ماسکو لپاره سره کرښه ده چې په نتیجه کې به یې کیف د یو نامعلوم ځوابي اقدام سره مخ کېږي.

بلخوا د روس ولسمشر د دفتر کرېملېن په وینا پوټین په دې ویډیوي غونډه کې بایډن ته ویلي چې ناټو د روس له سرحداتو سره نېږدې خپل پوځي استعداد زیات کوي چې د ماسکو په اند ناټو په دې اقداماتو سره د اوکریني خاورې د فتح کولو خطرناکې هڅې کوي.

د کرېملېن بیان زیاتوي چې د دې حالاتو په تناظر کې ماسکو غواړي چې شرق لور ته د ناټو د نه غځېدو او د روس له سرحداتو سره نېږدې د جارحانه بریدونو کولو لپاره د وسلو نظام نه ځای پر ځای کولو په هکله د منلو وړ او په قانوني توګه واضحې ګارنټیانې (ضمانت) ورکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG